زموږ په اړه

Alfalah ul Alamai Mining & Production of Construction Materials

د الفلاح العالمي شرکت معرفي

الفلاح العالمي شرکت د يو انتفاعي شرکت په توګه د افغانستان اسلامي امارت له ذيربطو اداراتو سره په همغږۍ پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې د سمنټو توليدي فابريکې جوړولو چارې پر مخ وړي او په دې پروژه کې د عوفي بهرام شرکت او مجموعة المهام الدولي قطري شرکت د سهم لرونکو په توګه د پانګونې او سمنټو فابريکې جوړولو په برخه کې ژمن دي، چې دا فابريکه د کيفيت لرونکو سمنټو محصولات له نړۍ والو معيارونو سره برابر په افغانستان کې توليد او وړاندې کوي. همدارنګه الفلاح العالمي شرکت د هېواد ځوان کدر او داخلي متخصصين او د ضرورت په صورت کې  بهرني تخنيکي ظرفيتونه د سمنټو توليد او فابريکې په جوړولو کې په کار اچوي.

 الفلاح العالمي شرکت د سمنټو په توليد کې د خپلو مشتريانو رضايت په پام کې لري، خپل توليدي کيفيت تضمين ته ژمن دی او داسې جامع برنامې په پام کې لري چې د داخلي بازار ضرورت پوره کړي.

د پروژې معرفي

په پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ  کې د الفلاح سمنټو توليدي فابريکې جوړول په پام کې دی، دا فابريکه د پروان ولايت  د شنو باغونو، غرونو او غونډيو په لمنو کې موقعيت لري کوم چې له طبعي زيرمو ډک دی، په دې پروژه کې د ۲۲۰ ميليونه ډالرو پانګونې هوډ شوی تر څو افغانستان کې لوړ کيفيت لرونکي سمنټ توليد او بازار ته وړاندې کړي. د دې فابريکې توليدي ظرفيت به په ورځ کې له ۳ تر ۶ زره ټنه وي چې دا مقدار توليد په لومړي پړاو کې د داخلي بازار لويه برخه ضرورت پوره کولی شي او د سيمې له هېوادونو د افغانستان تړاو د واردېدونکو سمنټو په برخه کې راټېټوي.

د الفلاح سمنټو توليدي فابريکه خپل ضرورت وړ انرژي چمتو کولو په برخه کې له ډبرو سکرو د ۴۹ ميګاواټه برقي انرژي د توليد ماشينري فعالوي چې د انرژۍ په برخه کې فابريکه له وارداتي برقونو مستغني کوي. دا فابريکه د سمنټو توليدي خط ترڅنګ له فابريکي د توليد کېدونکو ګازاتو په سبب د چاپېريال له ککړتيا مخنيوي په موخه د ۳ ميليونه ډالرو په ارزښت فلترونه نصبوي او همدارنګه ژوندچاپيريال ته د ضررونو  مخنيوي په برخه کې د فابريکې په څلورو خواوو کې د شنې او زرغونې سيمې جوړولو عملي او اوږ مهاله برنامې لري.

 ددې ترڅنګ فابريکې ته د اوليه توکو او بېرته بازار ته د توليد شوي سمنټو انتقال او په فابريکه کې د مصؤن ماحول رامنځته کولو په موخه له کابل- مزار عمومي سړک تر فابريکې د یو معياري سړک قیر او اسفالت کولو برنامه هم لري.

په نظر کې دی د الفلاح سمنټو توليدي فابريکې جوړول تر دوو راتلونکو کلونو بشپړ شي، په دې دوو کلونو کې به د اکتشافي برنامو، ماشين آلاتو نصب، د فابريکې بنسټيزو ودانيو جوړولو او معادنو استخراج لپاره عملي او مديريتي چارې ترسره شي، او له دې وروسته به عملاً د سمنټو توليد پیل شي.  هېله ده په دې پروژه کې په مستقيم او غير مستقيم ډول زرګونو هېواد والو ته د کار زمينه برابره شي. د سمنټو دې توليدي فابريکي ته بنسټيز ودانۍ لکه اداري دفترونه، روغتون، فني او نورو کارکوونکو ته د استوګنې ځايونه او مسجد چې په يو وخت د ۴۰۰ لمونځ کوونکو ظرفيت لري جوړيږي.

د الفلاح سمنټو توليدي فابريکه د خپل استراتيژيک مناسب موقعيت له مخې چې له معدنونو ډکو غونډيو په لمنو کې دی د هېواد په کچه د سمنټو د توليد او مصرفي بازار ترمنځ د يو ښه ارتباطي پله حيثيت لري.