
زموږ ګران وطن افغانستان له طبیعي زېرمو ډک هېواد دی او د طبیعي زېرمو له پلوه د نړۍ له بډايه هېوادونو شمېرل کيږي. د دې طبعي زېرمو شتون زموږ د هېواد اقتصادي پياوړتيا په برخه کې عمده او اساسي کردار لوبوي.
له طبعي زېرمو هېواد ته د اقتصادي پياوړتيا او هوساينې رامنځته کولو په موخه د الفلاح العالمي کان کيندنې او ودانيزو توکو توليدي شرکت له دوو نورو( د قطر هېواد مجموعة المهام الدولي او د عوفي بهرام تجارتي کان کيندنې او پروسس) شرکتونو سره په ګډه د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د (الفلاح سمنټو توليدي فابريکې) په نامه د سمنټو د توليد يوې فابريکې جوړولو په لټه کې شو چې همدا اوس مهال يې عملاً د پانګونې او اکتشاف چارې روانې دي.
الفلاح العالمي شرکت د دې فابريکې د تطبيق کوونکي په توګه ژمن دی؛ په هېواد کې د لوړ کيفيت لرونکي سمنټو توليد ترسره او هېواد والو ته د کار او اشتغال پايښتمن فرصتونه رامنځته کړي. د دې فابريکې په جوړولو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سمنټو د توليد نوي او معاصرې طريقې تجربه کيږي چې په دې برخه کې د خلکو او ولسونو حمايت او له داخلي توليداتو ګټه اخيستل الفلاح العالمي شرکت ته خورا ارزښت لري.
په پای کې مناسب بولم د افغانستان له اسلامي امارت خصوصاً د معادنو او پطروليم همدارنګه د صنايعو او تجارت له محترمو وزارتونو او له خپلو سهم لرونکو شرکتونو د زړه له کومې مننه وکړم چې په خپل اعتماد او جوړونکو لارښونو يې موږ ته وړتيا وباښه ترڅو عملي ګامونه پورته او خپل سترملي او تاريخي مسؤليت ترسره کړو.