د فعاليت حوزې

د لومړي درجه موادو پراخه انتخاب

انتخاب-ساحه-احداث-فابریکه.jpg

فابريکې جوړولو ته د ساحې انتخاب

الفلاح العالمي شرکت د سمنټو فابريکې جوړېدو موقعيت په ډېر دقت انتخاب کړی. خامو موادو ته نژدې والی، تدارکات او د ژوند چاپېريال ملحوظاتو ته په کتو د معادن او پطروليم له وزارت سره په همغږۍ مناسب ځای تشخيص او لاسته راغلی. د دې پروژې لپاره په مجموعي ډول ۲۷.۳۵ کيلومتر مربع زمکه ټاکل شوې چې الفلاح العالمي شرکت له نافذه قوانينو سره سم د معادن او پطروليم وزارت په رسمي توافق د دې زمکې اجاره ورکوي.

نور یی ولوله »
ارزیابی-اثرات-محیط-زیستی.jpg

د ژوند چاپيريال اثراتو ارزونه

د فابريکې په څلورخوا کې پر اکوسيستم د بالقوه تأثيراتو ارزونې په موخه سيمه کې د ژوندچاپيريال مطالعات او ارزونې ترسره شوي او د پروژې په طرح کې پر چاپېريال د تأثير پېژندنه هم ځای پر ځای شوې تر څو پر ژوندچاپېريال منفي اثرات ترټول ټېټې کچې ته ورسيږي.

نور یی ولوله »
مهندسی-و-طراحی.jpg

مهندسي او طراحي

د فني متخصصينو يوه باتجربې ډله د مهندسي او دقيق معماري طرحو پراختيا او د معادنو اکتشاف لپاره چې د سمنتو فابريکې توليدي ظرفيت ټاکي په فعاليت بوخت دي. دا طرحې کيفيت، مصؤنيت او پايښت خپل اولويت ګرځولي چې د سمنټو په توليد کې تر ټولو وروستی پرمخ تللی تکنالوژي له ځان سره لري او په دې کار کې د فابريکې ساحاتو توپوګرافي نقشې ته پراختيا ورکول هم شامل دي.

نور یی ولوله »
سهامداران.jpg

د سهم لرونکو او سيمه ايزو خلکو ګډون

له ذينفع، سهم لرونکو، سيمه ايزو خلکو، مربوطه دولتي اداراتو او د سمنټو توليدي صنعت متخصصينو سره پراخې مشورې او مشارکت شوی، ټول نظريات او رغوونکي وړانديزونه د دې پروژې په کاري پروسو او تطبيقي پلانونو کې تر لاس لاندې دي.

نور یی ولوله »
نیازمندی-کارمندان-فنی-واجد-شرایط.jpg

فنی واجد شرایط کارکوونکو ته ضرورت

الفلاح العالمي شرکت د فابريکې مربوط چارو مديريت ته د متخصص او مسلکي ظرفيتونو جذب لپاره واضح کړن لاره ترتيب او عملي کړې. د اکتشاف فني کارپوه، د ماشين آلاتو متخصص، د برنامو همغږی کوونکی، د اداري او بشري منابعو همغږی کوونکی، د تدارکاتو متخصص په عنوانونو يې کليدي بستونه رامنځته او وړ کسان يې استخدام کړي. همدارنګه په هغو لاروچارو چې د خارجي متخصص کدرونو انتخاب او استخدام لپاره ضرورت دی په واضح ډول د استخدام پر پروسې کار روان دی. د يادونې وړ دی چې د هېواد په داخل کې متخصص فني او مسلکي کدرونه قسماً شتون نه لري او د واجد شرايط کدرونو استخدام ستونزمن دی؛ نو الفلاح العالمي شرکت د افغانستان په کاري مارکيت کې د نسبتاً رقابتي حقوقو په ورکولو واجد شرايط کدرونو جذب لپاره هڅه کوي.

نور یی ولوله »
سیستم‌-مدیریت-مالی-سازگار.jpg

د مالي مديريت مساعد سيستم

الفلاح العالمي شرکت له خپلو ذينفعو سره د پانګونې په الزاماتو د ژمنتيا اهميت درک کولی شي. په دې برخه کې د خپلو هڅو يوې مهمې برخې په توګه په نظر کې لري تر څو يو فني ټيم د مالي او مديريتي ضرورتونو ارزونې ته ولري چې د شرکت له پانګونې او افغاني مارکيټ له مقتضياتو سره سمون ولري، چې دا ټيم به د حسابدارۍ لارې چارې، په داخل د شرکت کې د مالي سيستم جوړيدنه او د پروژې په اوږدو کې اړوند دولتي اداراتو او شريکانو ته شفاف ګزارش ورکول مديريت کړي.

نور یی ولوله »
procurment transparency.jpg

شفاف تدارکات

الفلاح العالمي شرکت د شريکانو د سهم او مشارکت، او په تدارکاتي پروسو کې د شفافيت تضمين په اهميت پوهيږي. په دې برخه کې د تدارکاتو جامع طرح تر مخ دی چې د تدارکاتو لارې چارې، د پلورونکي د انتخاب معيارونه او تدارکاتي ارزونه مشخص کوي. دا طرح په عادلانه او رقابتي منافصې تأکيد کوي او خپلو بالقوه شريکانو ته اجازه ورکوي په دې پروسې کې برخه واخلي او خپلې وړتياوې څرګندې کړي. په ټولو تدارکاتي فعاليتونو کې به شفافيت حفظ شي او شريکان به دې ته اړ کړی شي چې د قراردادي او خدماتي شرکتونو انتخاب په برخه کې له مسؤليت منلو او صداقت اطمينان حاصل کړي.

نور یی ولوله »
مطالعه-اکتشافی-معادن.jpg

د معادنو اکتشافي مطالعه

د سمنټو توليد لپاره الفلاح العالمي شرکت د کيفيت لرونکو خامو موادو ترلاسه کولو د حتمي تضمين په اهميت پوهيږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د معادنو اکتشاف له معتبرو شرکتونو سره مذاکرات په مخ کې لري. د خاورې پېژندنه، د معدني ذخايرو تجزيه او تحليل، تخنيکي نقشه اخيستنه او د فابريکي په خوا کې له معدني منابعو د خامو موادو د استخراج امکان پېژندنه د دې څېړنو برخې دي. له شرکت بهر نورو متخصصو شرکتونو ته د اکتشاف پروسې سپارل فابريکې ته د معدني منابعو او پايښتمن خام موادو په برخه کې د دقيق معلوماتو ترلاسه کول او تصميم نيولو په موخه کيږي.

نور یی ولوله »
ساخت-و-ساز-و-تهیه-تجهیزات.jpg

ودانۍ او تجهيزات

د ودانيو جوړول او له هغې جملې سمنټو توليد لپاره د تأسيساتو جوړولو ته د ټاکل شوي ساحې چمتو کول به پيل شي، د تجهيزاتو پېرل به هم پیل شي تر څو اطمينان حاصل شي چې فابريکه د ښه کيفيت لرونکي او پايښتمن سمنټو توليد لپاره په پرمختللي ماشين آلاتو تجهيز شوی دی.

نور یی ولوله »
We are Hiring Web.jpg

د بشري قوې استخدام او روزنه

د سمنټو فابريکې مؤثر فعاليت په موخه د توليد مرحلې په پيل کې فني بشري قوه جذبيږي چې دا کار د داخلي او بين المللي واجد شرايط ظرفيتونو د استخدام مستلزم دی. کوم جوړښت او تشکيلات چې اوس مهال پر هغه کار شوی د فابريکې د اکتشافي مطالعاتو نتايجو ته په کتو نورې ارزونې ته هم ضرورت لري.

نور یی ولوله »
ابتکار-و-پایداری.jpg

ابتکار او پايښت

د تعمير او جوړونې په مرحله کې به داسې کړنو ته هڅه وشي چې په ژوندچاپيريال اثرات ټېټې کچې ته ورسيږي لکه د انرژي له تجديد منونکو منابعو استفاده، له اوبو حفاظت او د کثافاتو توليد کمول. دا شرکت خپل ټولنيز مسؤليت له سيمه ايزو خلکو سره مثبت تعامل او د سيمه ايز پراختيا له طرحو حمايت بولي.

نور یی ولوله »