د سمنټو توليد لپاره الفلاح العالمي شرکت د کيفيت لرونکو خامو موادو دوامداره ترلاسه کولو تضمين په اهميت پوهيږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د پلورونکو له معتبر داخلي او بهرني شرکتونو سره مذاکرات يې څېړلي او د معادنو اکتشافي ارزونه د ترسره کېدو په حال کې دی. د خاورې پېژندنه، د معدني ذخايرو تجزيه او تحليل، او د فابريکي په خوا کې له معدني منابعو د خامو موادو د استخراج امکان پېژندنه د دې څېړنو برخې دي. متخصصينو ته د دې څېړنو له سپارلو د الفلاح العالمي شرکت موخه فابريکې ته د کيفيت لرونکي او پايښتمن خام موادو منابع پيدا کول او په دې برخه کې د دقيقو معلوماتو ترلاسه کول او تصميم نېول دي.
نور یی ولوله »