
زموږ ليد لوری
د سمنټو له وارداتو د افغانستان بازار تړاو پای ته رسول او هېواد په دې برخه کې په ځان بسيا کول، له نوي او معاصر تکنالوژۍ ګټه اخيستل، اوږد مهاله پانګونه، پايښتمن کارموندنه، د ورځې په غوښتنو برابر د لوړ کيفيت لرونکي سمنټو توليد، د خلکو په اقتصادي هوساينې کې مثبت تغيير راوستل د الفلاح العالمي شرکت کلي ليدلوری دی چې د سمنټو د دې فابريکې په جوړولو هېله لري په افغانستان کې د کيفيت لرونکي سمنټو په توليد کې تر هر چا وړاندې لومړۍ مقام ترلاسه کړي.
زموږ مأموريت
الفلاح العالمي شرکت کې زموږ مأموريت د هېواد په کچه د لوړ کيفيت لرونکو سمنټو توليد او وړاندې کول دي. موږ هڅه کوو نړۍ وال معيارونه د د داخلي او خارجي بازارونو د ضرورت پر بنسټ مراعات کړو او د سمنټو په توليد کې خپلو مشتريانو ته دوام، استحکام او اطمينان تضمين کړو.
زموږ هدف د کيفيت لرونکو محصولاتو وړاندې کول، د ودانيز صنعت او سکتور له رشد او پراختيا حمايت، د اقتصادي بنسټونو پراختيا او په هېواد کې د شغلي فرصتونو رامنځته کول دي.
بنسټيزې موخې
د کيفيت تضمين: موږ د کيفيت لرونکو سمنټو توليد له وړاندې د بين المللي منل شوو معيارونو مطابق د کيفيت کنترولونکو کړنو مربوط ګڼو.
د پېرېدونکو رضايت: موږ د خپلو پېرېدونکو ضرورت او غوښتنو درک ته د استثنائي خدماتو په وړاندې کولو، په خپل وخت سپارلو، اوږد مهاله روابطو رامنځته کولو او د پېرېدونکو له رضايت اطمينان حاصلولو سره ژمن يو.
د ژوند چاپېريال ساتنې مسؤليت: الفلاح العالمي شرکت داسې پايښتمنو کړنو ته ژمن دی چې په ژوند چاپيريال اثرات ترټول ټېټې کچې ته ورسوي. موږ له ژوند چاپيريال سره د همغږي له لاروچارو ګټه اخلو، د کارېدونکو منابعو مديريت ته لوړتيا ورکوو او د فابريکې کارکوونکو او چاپېريال مصؤنيت خپل د کاري برنامو اولويت کې نېسو.
د سيمه ايز اقتصاد وده: الفلاح العالمي شرکت په افغانستان کې د شغلي فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي پراختيا اهميت درک کوي، زموږ هدف د سيمه ايز استعدادونو غوړېدل او په ټولنيز مسؤليت منلو او فعاليتونو کې ونډه اخيستل دي چې په هېواد کې د ټولنيز او اقتصادي پراختيا لامل ګرځي.
د کاري فرصتونو رامنځته کول: الفلاح العالمي شرکت موخه په افغانستان کې د کار او اشتغال رامنځته کولو په برخه کې فعاله مرسته ده، موږ هڅه کوو په مختلفو برخو لکه توليد، توزيع،مديريت، تحقيق او پراختيا کې کاري فرصتونه رامنځته کړو. موږ د ښونيز او ظرفيت لوړونکو برنامو له لارې غواړو د سيميزو خلکو استعدادونه پياوړي او مهارتونه يې لوړ کړو او له دې لارې اقتصادي څرخ په حرکت او د بې کارۍ کچه راټېټه کړو.
د هېواد له اقتصادي بهير سره مرسته: الفلاح العالمي شرکت د هېواد په اقتصاد کې مثبت بدلون ته ژمن دی، زموږ موخه د عوايدو رامنځته کولو او سمنټو فابريکې جوړولو له لارې د افغانستان له داخلي ناخالص توليد GDP سره مرسته کول دي چې نهايتاً د مالياتو په ورکولو، قوانين او مقرراتو ته په احترام او مالي لاروچارو ته په مسؤلانه تمکين زموږ موخه د ملي اقتصاد تقويت او د ټول هېواد په سطح د ولسونو د ژوندانه معيارونه ښه کول دي.
د هېواد له معدني منابعو مؤثر ګټه اخيستل: الفلاح العالمي شرکت د سمنټو توليدي شرکت په توګه د شته معدني منابعو د مديريت اهميت پېژني او هڅه کوي د هېواد له معادن او طبعي زېرمو په پايښتمن ډول اعظمي ګټه واخيستل شي. موږ د کان کيندنې له مؤثرو لارو چارو استفاده، ضايعات تر ټولو ټېټې کچې ته او له بومي او داخلي منابعو ګټه اخيستل لوړې کچې ته رسول خپل کاري اولويت ګڼو.