د جبل السراج سمنټو فابريکې له معدني سيمو د اکتشاف تخنيکي ټيم ليدنه

Mining Sites in Jabal al-Saraj.JPG

د الفلاح العالمي شرکت معاون انجنير خان وزير احمدزی د چيني متخصصينو له يو ټيم سره مل په جبل السراج کې د سمنټو نوي جوړېدونکي فابريکي له معدني سيمو لېدنه وکړه، د دې ليدنې موخه په ساحه کې د  فابريکې جوړېدو امکان پېژندنه، د اکتشاف مربوط مسائلو څېړل او د معدني موادو کميت پېژندنه وه.

په دې ټيم کې چې يو چنائي متخصص او يو پاکستاني کارپوه حضور درلود له ساحې تر ليدنې وروسته يې له الفلاح العالمي شرکت تخنيکي ټيم سره خپل نظريات شريک کړ چې د الفلاح العالمي شرکت رهبرۍ له لورې استقبال شو.

الفلاح العالمي شرکت د جبل السراج زيرمو تخنيکي اکتشاف په برخه کې د بهرني شرکتونو له پوهې او تخصص ګټه اخلي او د هغوی له تجربو د هېواد دننه د خپلو کارکونکو ظرفيت لوړولو په برخه کې استفاده کوي.