د جبل السراج له معدني سيمو د سميان زابل شرکت تخنيکي ټيم ليدنه

بازدید تیم تخنیکی شرکت سیمان زابل.jpeg

د الفلاح العالمي شرکت په تصميم او دعوت د سميان زابل شرکت د معدنونو اکتشاف فني ټيم د جبل السراج نوي جوړيدونکي سمنټو فابريکې له معدني سيمو ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت له رئيس سره خپل تخنيکي ټيم، د سميان زابل شرکت مشاور غلام رضا جودکی او د سميان صنعتي کارپوه انجنير قرباني مل وو چې د فابريکې جوړېدو ساحه او معدني سيمې يې له نژدې ولېدې. د سميان زابل شرکت د مختصصينو له سيمې د ليدنې موخه په سيمه کې د فابريکې جوړېدو امکان پېژندنه او معدني موادو ميداني مطالعه وو.

د سميان زابل تخنيکي ټيم له سيمې تر لېدو وروسته خپل مشاهدات او موندنې د الفلاح العالمي شرکت له تخنيکي ټيم او رهبرۍ سره شريکې کړې چې د دوی له لورې تر غور او څېړنې لاندې ونېول شوې.

د افغانستان نافذه قوانيونو پر بنسټ هر توليدي شرکت د فابريکې له جوړېدو مخکې مکلف دی د معدن اکتشافي مراحل ترسره او د هغې په رڼا کې د فابريکې جوړولو چارې پيل او ترسره کړي.