
د الفلاح العالمي شرکت رهبري او ټول کارکوونکي د نيک مرغه کوچني اختر رسېدو په وياړ خپل مسلمان او متدين ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي او له لوی رب غواړي دا اختر زموږ ولس لپاره د هوساينې، نېک مرغۍ، وحدت او ورورولۍ اختر وګرځي.
الفلاح العالمي شرکت ژمن دی د لومړي ځل لپاره د ۲۲۰ ميليون ډالرو په پانګونې او پرمختللي ټکنالوژۍ له نړۍوالو معيارونو سره برابر د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د سمنټو توليدي فابريکه جوړه کړي، چې دا فابريکه په ورځني ډول له ۳ تر ۶ زره ټنه سمنټ په لوړ کيفيت او له نړۍوالو معيارونو سره برابر توليدوي. دا کار کولی شي په لوړه کچه له سيمې او ګاونډي هېوادونو د سمنټو وارداتو ضرورت راټيټ او پنځه زره هېوادوالو ته په مستقيم ډول او زرګونو نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړي.
په پای کې يو ځل بيا د نيک مرغه کوچني اختر رارسيدو په مناسبت خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايو له لوی او لایزال رب هېلمن يو تر څو موږ او تاسې ټول د يو پرمختللي، باثبات او له فقر تش افغانستان شاهدان وو او زموږ راتلونکي نسلونه د نورو پراختياموندل شوو هېوادونو په شان د آرام، هوسا، عزتمن او سرلوړي ژوند خاوندان وي.
کوچنۍ اختر مو مبارک
صفی الله صابر
د الفلاح العالمي شرکت اجرائيوي رئيس