
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د چين هېواد په نانجنګ ښار کې د سينوما سمنټ د دوهم کانفرانس په څنډه کې چې درې ورځې يې ادامه درلود دNORD له عمومي رئيس ښاغلي جامز سانګ سره تعارفي لېدنه وکړه.
په دې لېدنه کې ښاغلي صابر د کانفرانس له جوړوونکو په مننې د نړۍ له معتبرو کمپنيو سره ليدنې او تعارف د دوی ترمنځ د نظرياتو او لېدلورو تبادلې لپاره يو ښه فرصت و باله او زياته يې کړه: په افغانستان کې له وروستيو تحولاتو را په دې خوا بهرني تجار او کمپنيو ته د پانګونې ښه فرصت رامنځته شوی او له همدې فرصت په استفادې د الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونه له قطري شرکت المهام الدولی سره په ګډه د ۲۲۰ ميٍليون ډالرو په ارزښت د سمنټو توليدي فابريکې جوړولو تر کار لاندې لري چې دا کار افغانستان کې د پانګونې په برخه کې يو ډېر ښه ګام دی.
له دې وروسته ښاغلي جامز سانګ د الفلاح العالمي شرکت له رهبرۍ سره پر تعارف خوشحالي څرګنده کړه او دواړو لورو د اړيکو پر دوام او تعاون تأکيد وکړ.