
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينومای کمپنۍ له عامل رئيس ښاغلي ژيو دايونګ سره د سينوما سمنټ دوهم کانفرانس په څنډه کې لېدنه وکړه.
د دې ليدنې موخه د الفلاح العالمي شرکت او سينومای کمپنۍ ترمنځ د اړيکو او همغږۍ تقويت وو، په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت رئيس د پروان ولايت په جبل السراج کې د سمنټو توليدي کارخونې برنامه توضيح او د دې کارخونې په مختلفو برخو کې د چينائي کمپنيو پانګونه ارزښتناکه وباله.
تر ده وروسته ښاغلي ژيو دايونګ د سينوما کمپنۍ عامل رئيس په کانفرانس کې د الفلاح العالمي شرکت د رهبرۍ له ګډون مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د ماشين آلاتو په چمتو کولو او خپلو تجربو شريکولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د سينوما کمپنۍ چې په چين هېواد کې د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس کوربه توب په غاړه درلود؛ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سلګونو سمنټ توليدي فابريکو جوړونکی دی او د سمنټ فابريکو په جوړولو کې د کافي تجربو لرونکی دی.