
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينوما سمنټ نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې د السعوديه سمنټ کمپنۍ له رئيس ښاغلي محمد الغرني سره تعارفي ليدنه وکړه.
لومړۍ صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت او په پروان ولايت جبل السراج کې د جوړېدونکي فابريکې په اړه ښاغلي محمد علی الغرني ته معلومات وړاندې او ويې ويل: له وروستيو تحولاتو راپه دې خوا خارجي کمپنيو ته په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصت رامنځته شوی. هغه زياته کړه: د الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونو له قطري شرکت المهام الدولي سره په ګډه د سمنټو داسې توليدي فابريکې لپاره پانګونه کړې چې په ورځ کې د شپږ زره ټنه سمنټو توليد ظرفيت لري او په دې لنډو ورځو کې به د زيرمو اکتشاف چارې يې پيل شي.
تر ده وروسته د السعوديه سمنټ کمپنۍ رئيس له الفلاح العالمي شرکت رئيس سره په تعارف خوشحالي څرګنده کړه او د دواړو توليدي کمپنيو ترمنځ يې د د اړيکو او مرستو په دوام تأکيد وکړ.
د لېدنې په پای کې دوړاو لورو وعده وکړه چې په دوامداره توګه يو تر بل اړيکه ساتي او د ضرورت پر وخت د دواړو لورو استازي او تخنيکي هيئتونه سعودي عربستان او افغانستان ته سفرونه کوي.