د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس د نړۍ والو کمپنيو ترمنځ د اړيکو تقويت لپاره مهم ګام وو

Sinoma Cement.jpg

دا مطلب د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر په انګلستان هېواد کې د سمنټو نړۍ وال اتحاديې اجرائيوي رئيس ښاغلي ايان ريلي سره په لېدنه کې مطرح کړ.

ښاغلي صفی الله صابر په چېن هېواد کې د سينوما سمنټ دوهم کانفرانس ډېر ارزښتناک وباله او د دې کانفرانسونو په دوام يې ټېنګار وکړ، هغه زياته کړه: دا کانفرانسونه د نړۍ والو معتبرو کمپنيو ترمنځ د تجربو شريکولو ښه فرصتونه رامنځته کوي او د دې کمپنيو ترمنځ همغږي او پېژندنه رامنځته کوي.

وروسته ايان ريلي د سمنټو نړۍ وال اتحاديې اجرائيوي رئيس په خپل وار د الفلاح العالمي شرکت له رهبرۍ سره په تعارف رضايت څرګند کړ او افغانستان يې تر هر وخت ډېر د پانګونې لپاره خصوصاً د سمنټو توليدي فابريکو او زيرمو په برخه کې مساعد وګاڼه.

دواړو لورو د اړيکو پر دوام او متقابلو مرستو هوکړه وکړه.