
دا مطلب د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينوما سمنټ کانفرانس په څنډه کې له ښاغلي احمد شايان سره چې د سويتزرلند هېواد PIG مشورتي شرکت رئيس دی په لېدنه کې وکړه.
ښاغلي صابر وويل: د سمنټو توليد په تجربو کې سويتزرلند هېواد الفلاح العالمي شرکت ته ارزښت لري او د خپلې توليدي کارخوني په جوړولو کې د PIG مشورتي شرکت له تجربو او مشورو ګټه اخلي. هغه زياته کړه: دا کانفرانس چې موږ ټولو په کې برخه اخيستې وه له تعارف سربيره په نړۍ واله سطحه د سمنټو کمپنيو ترمنځ د مرستې او همغږۍ ښه باب پرانيسته چې دا اړېکې بايد په مختلفو زماني مقطعو کې پياوړي شي.
له ده وروسته ښاغلي احمد شايان د سويتزرلند هېواد د PIG مشورتي شرکت عامل رئيس له الفلاح العالمي شرکت رئيس سره په ناستې او تعارف خوشحالي څرګند کړ او د اړيکو او مرستو په دوام يې ټينګار وکړ.
هغه وويل د PIG مشورتي شرکت د فابريکو په طرح او ديزاين کې کافي تجربه لري او هر کله چې الفلاح العالمي شرکت وغواړي دوی به د خپل شرکت پروپوزل ورسره شريک کړي.
دواړو لورو پر دوامداره اړيکو او همغږۍ ټينګار وکړ.