د فرانسې FIVES شرکت اجرائيوي رئيس سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس ناسته

الفلاح العالمی ۰۲.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د فرانسې هېواد FIVES شرکت رئيس ښاغلي زوير نيکولاس سره په تعارفي ناسته کې د سينوما سمنټ نړۍ وال کانفرانس مهم او مفيد او تر څنګ يې په جبل السراج کې د سمنټو نوی جوړيدونکی فابريکه د هېواد په کچه د سمنټو توليد په برخه کې ستره پانګونه وباله او زياته يې کړه: د الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونه له قطري شرکت المهام الدولي شرکت سره په ګډه د ۲۲۰ ميليون ډالرو په ارزښت  د سمنټو توليدي کارخوني جوړولو لپاره پانګونه کړې چې دا زموږ هېواد توليدي فابريکو پانګونې په برخه کې مخينه نه لري. 

وروسته د فرانسې هېواد FIVES کمپنۍ اجرائيوي رئيس ښاغلی زوير نيکولاس چې نوموړي کمپنۍ تجارتي مسؤل ښاغلی ماکس واکالو هم ورسره ملګری وو د الفلاح العالمي شرکت له رهبرۍ سره په تعارف خوشحالي څرګند کړ او ويې ويل: د FIVES کمپنۍ د سمنټو توليد فابريکې په مختلفو برخو کې له تاسو سره مرستې ته چمتو دی.

هغه زياته کړه: د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس د نړۍ والو کمپنيو ترمنځ د نظرياتو تبادلې او بحثونو ښه فرصت وو او بايد له دې فرصت د اړيکو په تقويت او همغږيو رامنځته کولو کې ډېره ګټه واخستل شي.

دواړو لور ژمنه وکړه چې په دوامداره توګه په اړيکه کې وي او د ضرورت پر وخت له الفلاح العالمي شرکت سره په ټولو برخو کې مرسته کيږي.