د چين هېواد CNBM دولتي کمپنۍ له لوري د نړۍ وال کانفرانس جوړېدل

برگزاری کنفرانس بین المللی از سوی کمپنی دولتی CNBM چین .jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د اقليمي تغيیراتو او په توليدي فابريکو کې د ژوند چاپېريال ککړتيا کمولو نړۍ وال کانفرانس کې چې د چين هېواد CNBM دولتي کمپنۍ له لوري په نانجنګ ښار کې جوړ شوی وو ګډون وکړ.

د دې کانفرانس موخه په نړۍ کې د سمنټو توليدي کمپنيو ترمنځ د تجربو شريکول او همغږۍ رامنځته کول او همدارنګه د برق مصرف کمولو لارې چارې موندل او له پرمخ تللو ماشين آلاتو ګټه اخيستل وو.

د الفلاح العالمي شرکت رئيس چې نوموړي کانفرانس ته د چين هېواد CNBM دولتي کمپنۍ له لوري دعوت شوی وو د کانفرانس په هدف او اجنډا خوشحالي څرګند او د داسې کانفرانسونو پر دوام يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: په توليدي فابريکو کې له نوي ټکنالوژي او ماشين آلاتو ګټه اخيستل د محصول کيفيت لوړوي، د کار سرعت زياتوي او د محصول په قيمت مثبت تأثير ږدي. هغه ښکاره کړه چې: الفلاح العالمي شرکت ژمن دی په جبل السراج کې د سمنټو نوی جوړيدونکی فابريکه  په پرمخ تللو ماشين آلاتو او له نړۍ والو نوي معيارونو سره برابر تجهيز کړي.

دا درې ورځنی کانفرانس چې د چين هېواد CNBM دولتي کمپنۍ له لوري د چين په نانجنګ ښار کې په لاره اچول شوی وو د نړۍ له ګوټ ګوټ تر سلو ډېرو توليدي معتبرو کمپنيو پکې ګډون کړی وو.