
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د نړۍ وال تجارت خونې رئيس ښاغلي سيد احسان الدين طاهري سره په کابل کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت برنامې، فعاليتونه او په جبل السراج کې د سمنټو فابريکې جوړولو چارو په اړه د الفلاح العالمي شرکت رئيس وضاحت ورکړ، ښاغلي صابر وويل: په جبل السراج کې د سمنټو دا نوې فابريکه په هېواد کې د سمنټو داخلي توليد پياوړی کوي چې دا کارخونه به په پرمختللو ماشين آلاتو سمبال وي او د اکتشاف چاري يې د زيرمو په سميو کې په څو راتلونکو هفتو کې پيليږي.
وروسته سيداحسان طاهري د نړۍ وال تجارت خونې فعاليتونه او کاري ليکې تشريح او ويې ويل: موږ په نړۍ وال تجارت خونه کې د پانګوالو او تاجرانو په خدمت کې يو او په بهر کې د تاجرانو ضرورتونه او غوښتنې چمتو کوو.
په ليدنه کې دواړو لورو د پانګونې په مختلفو برخو کې د مرستو او تعاون ژمنه وکړه.
نړۍ وال تجارت خونه چې مرکزي دفتر يې په فرانسه کې دی د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمايندګي لري.