
الفلاح العالمي شرکت د کانونو اکتشاف لپاره د مسلکي کدرونو جذب په موخه له لس تنه جيولوجستانو رقابتي امتحان واخيست.
د الفلاح العالمي شرکت رهبري چې د امتحان لړۍ له نژدي څاره د استخدام په برخو کې په روڼتيا او وړتيا ټينګار وکړ. الفلاح العالمي شرکت په جبل السراج کې د سمنټو توليدي فابريکې جوړولو مسؤليت په غاړه لري او په نژدې راتلونکي کې د زيرمو اکتشاف لړۍ پيلوي او تخنيکي چارو لپاره له ځوان داخلي کدرونو ګټه اخلي.
په دې ازميښت کې ګډون والو د ازميښت له روڼتيا رضايت وښوده او ژمنه يې وکړه چې په ټول توان د هېواد په خدمت کې او د الفلاح العالمي شرکت د کانونو اکتشاف لپاره کار ته چمتو يو.
د الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونه په ګډه له قطري شرکت المهام الدولي سره په هېواد کې د سمنټو فابريکې جوړولو مسؤليت لري چې دا کار خونه په ورځ کې د ۵ زره ټنه توليد ظرفيت لري.