د رياست الوزرا اداري معاون سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس ليدنه

Abdul salam Hanafi.jpeg

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري معاون د الفلاح کان کيندنې او ودانيز توکو توليدي شرکت له رهبري هيئت سره ليدنه وکړه.

لومړۍ صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت رئيس د خپلو فعاليتونو، کړنو، کاري مخينې او د شرکت راتلونکو برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونيت محترم مقام ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دا شرکت د کانونو کيندلو او ودانيز توکو توليد په برخه کې فعاليت کوي او هوډ لري په هېواد کې د پراخو زيرمو شتون، د ثبات او امينت راتلو، او د پانګونې وروستيو فرصتونو ته په کتو د کانونو استخراج او ودانيز توکو توليد په برخه کې پانګونه وکړي چې يو له دې پروژو په جبل السراج کې د سمنټو نوي فابريکې جوړول دي.

وروسته محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت رياست الوزرا اداري معاون د الفلاح العالمي شرکت رئيس او مل پلاوي ته له ښه راغلاست وروسته وويل: امنيت د ټولو ټولنيزو فعاليتونو خصوصاً تجارتي او اقتصادي امورو لپاره خاص اهميت لري، او دا مهال په افغانستان کې کامل امنيت موجود دی او همدارنګه زموږ هېواد بې ساري زيرمې لري او له کانونو غني هېواد دی.

هغه وويل تاجران او پانګوالو ته يو ښه فرصت رامنځته شوی چې په مختلفو برخو خصوصاً کان کيندنې او توليدي کارخونو جوړولو کې پانګونه وکړي. د رياست الوزرا اداري معاون وويل: اسلامي امارت مختلفو پانګوالو شرکتونو ته ښه راغلاست وايي او په جبل السراج کې د سمنټو توليدي کارخوني جوړولو برخه کې د الفلاح العالمي شرکت حمايت کوي.