
د الفلاح العالمي شرکت له افغاني او قطري شرکتونو سره په ګډه جبل السراج کې د سمنټو نوې فابريکې جوړولو په موخه پانګونه کړې چې د دې پروژې قرارداد پخوا د يو رسمي محفل په ترڅ کې له معدن او پطروليم وزارت سره لاسليک شوی دی.
دا شرکت څه وخت پخوا په جبل السراج کې د دې کارخونې جوړولو لپاره د زېرمو اکتشاف ته د يو رقابتي امتحان له لارې ځوان جيولوجست کدرونه وګمارل او بيا تېره ورځ يې د دې فابريکې د زېرمو په سيمه کې د اکتشاف چارې عملاً پيل کړې.
هېله ده د سمنټو توليد په موخه د زېرمو له دې اکتشاف او د الفلاح العالمي شرکت فني ټيم له لاسته راغلي معلوماتو د کميت او کيفيت له نظره کافي اوليه مواد ترلاسه شي ترڅو د فابريکې جوړولو چارې په سرعت مخته ولاړې شي.
انجنير محمد شعيب شهزاد چې د الفلاح العالمي شرکت د اکتشاف برخې مسؤليت په غاړه لري د سمنټو فابريکې جوړولو لپاره د اکتشاف چارو پيليدل ارزښتمن ګام وباله او ويې ويل: د پخوانيو مطالعاتو پر بنسټ چې د معدن او پطروليم وزارت او نړۍ والو بنسټونو له لورې په جبل السراج کې ترسره شوي په دې سيمه کې د سمنټو د توليد ضرورت وړ مواد او نور ممد توکي شتون لري او دا دی الفلاح العالمي شرکت د لا زيات دقت لپاره له خپلو فني ټيمونو سره په سيمه کې د اکتشاف پر چارو بوخت دی.
همدا مهال انجنير کمال سادات يو له هغو جيولوجستانو چې اوس نوی په الفلاح العالمي شرکت کې استخدام شوی وايي: له الفلاح العالمي شرکت مننه کوو موږ ته يې په خپل مسلکي ساحه کې د کار او فعاليت شرايط برابر کړي، هغه زياته کړه: زموږ د هېواد کدرونه اړ ندي خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته ولاړ شي، موږ شپه او ورځ هڅه کوو خپل هېواد جوړ تر څو زموږ راتلونکي نسلونه په رفاه او آرامښت کې ژوند وکړي.
همدارنګه قاري عبدالغفور د جبل السراج يو تن اوسيدونکی وايي: دا چې د جبل السراج د سمنټو نوي فابريکې د اکتشاف چارې پيل شوي ډېر خوښ يو، زموږ ځوانانو ته د کار فرصتونه ترلاسه او هيواد ته د سمنټو وارداتو مخه نېول کيږي.
الفلاح العالمي شرکت د ۲۲۰ ميليون امريکايي ډالرو پانګونې په ارزښت غواړي په جبل السراج کې د سمنټو نوی توليدي فابريکه جوړه کړي چې هره ورځ د ۵ زره ټنه سمنټو توليد ظرفيت لري.