د سترو پروژو له پلي کېدو حمايت زموږ ملي دنده او وجيبه ده

WhatsApp Image 20.jpg

دا مطلب د بشير نويد شرکت رئيس او د افغانستان تجارت خوني معاون ښاغلی حاجی خير الدين مايل د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر سره په کتنې کې بيان کړ.

هغه د الفلاح العالمي شرکت له لوري په جبل السراج کې د سمنټو فابريکې جوړول ستر او ارزښتمن ګام وباله او له دې سترې پروژې يې خپل هر اړخيز حمايت څرګند کړ. هغه وويل: په پروان کې د سمنټو نوي فابريکې جوړېدل افغانانو ته د کار او اشتغال نوي فرصتونه جوړوي او په هېواد کې د اقتصادي پياوړتيا لپاره لاره پرانيزي.

وروسته صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت رئيس د نوموړي شرکت پر پانګونې او د اکتشاف پر چارو رڼا واچاوه، په هېواد کې رامنځته شوی فرصت يې د پانګونې لپاره ډېر مناسب وباله.

هغه زياته کړه: افغان تجاران دې د افغانستان او افغان ولس له ضرورتونو سره سم د نوي نړۍ والو ميتودنو په لاره اچولو سره پانګونه وکړي، دا ځکه چې نړۍ وال تجارتي بهير د نوي ټکنالوژۍ پر مټ د هرې ورځې په تېرېدو تغيير مومي او موږ باید له نړۍ سره قدم په قدم د کار او پانګونې لپاره حرکت وکړو.

الفلاح العالمي شرکت د سمنټو اوليه موادو تثبيت په موخه د اکتشاف چارې پيل کړي چې د دې مرحلې له ختم سره د معادنو استخراج، ماشين آلاتو نصب او فابريکې بنسټيزو ودانيو جوړېدو ته پلان لري.