
د الفلاح العالمي شرکت رهبرۍ او تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د پلخمري د کرکر، دودکش او شورابک ډبرو سکارو له کاني سیمو د لیدنې ترڅنګ د شمال ډبرو سکارو تصدۍ له مسؤلینو سره هم لیدنه تر سره کړه.
د الفلاح العالمي شرکت رئیس صفي الله صابر، د افغانستان لپاره د ډبرو سکاره له خورا لوړ ارزښت څخه برخمن وبلل او دا یې په هېواد کې د صنعتي او تولیدي فابریکو لپاره غوره فرصت وګڼلو.
د شرکت تخنیکي ټیم د دې کانونو له سوفونو نمونې واخیستلې، ترڅو د لابراتواري آزمایښتونو وروسته یې د پانګونې اړوند پرېکړه او تصمیم ونیول شي.
د الفلح العالمي شرکت غواړي د عوفي بهرام اود قطر هېواد د المهام الدولی شرکت سره په مشارکت د سمنټو د تولید فابریکه د صفوان سمنټ په نوم جوړه اوپه کې پانګونه وکړي، چې د فابریکو او د سمنټو د تولید لپاره د ډبرو سکاره اړین دي.