الفلاح العالمي شرکت نهو جیولوجیستو کارآموزانو ته ستاينليکونه ورکړل

شرکت الفلاح العالمی به نه تن جیولوجست کار آموز تصدیق نامه توزیع کرد.jpg

نهو ځوانو جیولوجیستو کار آموزانوته چې د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د پروان ولایت د جبل السراج کاني سیمې د اکتشاف کارونو لپاره  الفلاح العالمي شرکت ته معرفي شوي وو، په یو لړ شاندارو مراسمو کې ستاینلیکونه ورکړل شول.

دا کارآموزان د شپږو میاشتو لپاره د الفلاح العالمي شرکت د اکتشاف له ټیم سره په بېلابېلو تخنیکي برخو کې د عملي تجربو په ترلاسه کولو بوخت وو. نوموړو د شپږو میاشتو عملي کار څخه وروسته خپل ستاینلیکونه د دې شرکت د سیمه‌ییز دفتر څخه په جبل السراج کې ترلاسه کړل.

د الفلاح العالمي شرکت رئیس صفی الله صابرد کارآموزانو لپاره عملي کار ډېر مهم وباله او زیاته یې کړه: "تاسو نن د روزنيزې زده کړلیالۍ په مرحله کې بریالي شوی او اوس د تجربه لرونکو جیولوجیستانو په توګه د کانونو د اکتشاف په برخه کې په هره اداره او ساحه کې کار کولی شئ."

هغه زیاته کړه چې د اړتیا په صورت کې به الفلاح العالمي شرکت ستاسو له تجربو او علمي لاسته راوړنو څخه په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې اغېزمنه ګټه پورته کړي.

له بل پلوه، کارآموزانو چې د شپږو میاشتو په موده کې یې د الفلاح العالمي شرکت سره په بېلابېلو مرحلو، لکه د کانونو د اکتشاف په برخه کې عملي زده‌کړې ترسره کړې وې، د شرکت له پاملرنې خوښي څرګنده کړه او پدغه برخه کې یې د برابرو شویو آسانتیاوو څخه مننه او قدرداني وکړه.

د یادونې وړ ده چې د الفلاح العالمي شرکت د تېرو اتو میاشتو راهیسې د جبل السراج کاني سیمې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په بېلابېلو تخنیکي برخو کې د اکتشاف فعالیتونو په ترسره کولو بوخت دی، ترڅو د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو ته زمینه برابره کړي. د اکتشاف مرحله د صنعتي فابریکو د جوړولو لپاره حیاتي ارزښت لري، ځکه چې د اکتشافی موندنو پر بنسټ د تاسیساتو جوړول او د فابریکې جوړېدل ترسره کېږي.