
د الفلاح العالمي شرکت مشرتابه د خپل تخنیکي ټیم سره یوځای د چین هیواد د سینوما هیفي شرکت استازي، ښاغلي بیل شین سره په کابل کې د دې شرکت په مرکزي دفتر کې وکتل.
د دې لیدنې موخه په جبل السراج کې د سمنټو د تولید نوې فابریکې ته د ماشینونو رسولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرول وو. ښاغلي شین د سینوما هیفي شرکت ټول اړوند معلومات او په صنعتي فابریکو کې د جوړونې په برخه کې خپلې تجربې د الفلاح العالمي شرکت تخنیکي ټیم سره شریکې کړې. هغه هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د فابریکې د جوړولو په بیلابیلو برخو کې د الفلاح العالمي شرکت سره مرسته وکړي
ورپسې د الفلاح العالمي شرکت تخنیکي ټیم په تخنیکي برخو پورې اړوند پوښتنې له ښاغلي شین سره شریکې کړې، او نوموړي د فابریکې د جوړونې او اړینو ماشین الاتو د برابرولو په اړه لازم معلومات ورکړل.
دواړو اړخونو په دوامدارو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ. باید وویل شي چې سینوما هیفي شرکت تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د سمنټو لسګونه تولیدي فابریکې جوړې کړې دي او په دې برخه کې پراخه تجربې لري.