
د الفلاح العالمی شرکت رئیس صفی الله صابر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنټو د نړیوالې اتحادیې په نړیوال کنفرانس کی ګډون وکړ، نوموړي د يادې اتحادې له مؤسس او رئیس سره تر پرله پسې لیدنو وروسته د دغې اتحادې غړیتوب ترلاسه کړ.
دا غړیتوب په حقیقت کې لومړنی ګام دی چې په ترڅ کې یې یو افغانی شرکت د سمنټو د تولید په برخه کې نړیوالو بنسټونو ته لاره پرانیزي او د دې اتحادیې غړیتوب ترلاسه کوي چې تراوسه په افغانستان کې مخينه نلري.
د سمنټو په نړیواله اتحادیه کې یوازې هغه شرکتونه غړیتوب ترلاسه کولای شي چې د تولید بهیر یې پیل کړی وي. خو د الفلاح العالمي شرکت نړیوالو معتبرو مشورو ته د اړتیا په درک او په صنعتي فابریکو کې د تولید پر معیاري کیدو د ټینګار له امله دغه ویاړ ترلاسه کړ. چې اوس د سمنټو د نړیوالی اتحادې په ممبرشیپ کې ځای لري.
د سمنټو په نړیواله اتحادیه کې د الفلاح العالمي شرکت غړیتوب کولی شي په جبلالسراج کې د سمنټو د نوې تولیدي فابریکې د جوړولو په برخه کې د نړیوالو معتبرو شرکتونو د اړینو تجربو د انتقال لپاره یو مثبت ګام وبلل شي. دغه راز، دا غړیتوب د لا زیاتو پانګونو د جذب لپاره هم ارزښتناک ګڼل کېږي.
د الفلاح العالمي شرکت رئیس د یادې اتحادیې غړیتوب ته د ښه راغلاست په وینا کې وویل: "د سمنټو د نړیوالې اتحادیې غړیتوب ترلاسه کول د الفلاح العالمي شرکت او د افغانستان د خلکو لپاره یو تاریخي فرصت دی. موږ یو ځل بیا د معیاري تولید، د نوې ټیکنالوژۍ کارولو، او د چاپیریال ساتنې په برخه کې د خپلو ژمنو پر پلي کېدو ټینګار کوو. موږ د جبل السراج په سیمه کې د نوې فابریکې د جوړولو په پروسه کې پر دې مسایلو تمرکز کوو."
نوموړي زیاته کړه "د صنعت او تولیدي فابریکو پرمختګ د نړیوالو معتبرو شرکتونو د تجربو تبادلې له لارې، د پانګونې لپاره ډېرې ښه فرصتونه رامنځته کړي، چې کولی شي په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي."
د سمنټو د نړیوالې اتحادیې بنسټ ایښودونکي عمار ګوزل په دغه اتحادیه کې د الفلاح العالمي شرکت د غړیتوب ترلاسه کول یو مثبت ګام وباله او په افغانستان کې یې د سمنټو د تولید د فابریکې د جوړولو په برخه کې د دغې اتحادیې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه: "د سمنټو تولیدوونکو شرکتونو نړیوالو پلاتفرمونو ته ننوتل ډېره مهمه موضوع ده، موږ د سمنټو په نړیواله اتحادیه کې په هره برخه کې د الفلاح العالمي شرکت سره د همکارۍ لپاره چمتو یو."
د يادونې وړ ده، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر سلو ډېرنامتو شرکتونه د سمنټو د نړيوال اتحاديې غړيتوب لري او الفلاح العالمي شرکت په افغانستان کې لومړى شرکت دى، چې د دې نړيوالې اتحاديې غړيتوب تر لاسه کوي.