
صفی الله صابر، د الفلاح العالمي شرکت رئیس، د ګلوبل سمنټ په دوه ورځني کنفرانس کې چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شوی و ګډون وکړ.
یاد کنفرانس چې د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي او د تولیدي لګښتونو د کمولو په موخه جوړ شوی و. پکې د اغیزمنو حل لارو په اړه بحث او تبادله وشوه، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سمنټو د صنعتي فابریکو تخنیکي ټیمونو پدې برخه کې ویناوې وکړې او د موجوده ننګونو د حل لپاره یې مناسبې حل لارې وړاندې کړې.
د الفلاح العالمي شرکت مشر ښاغلي صابر د داسې غونډو جوړول په افغانستان کې د سمنټو تولیدي صنعت لپاره ګټور وګڼل او ویې ویل: " د سمنټو په نوې تولیدې فابریکه کې چې د پروان ولایت په جبل السراج کې جوړیږي، له عصري تجربو او معتبرو نړیوال شرکتونه څخه په ښه ډول ګټه پورته شي." .
د یاد کنفرانس په ترڅ کې، د الفلاح العالمي شرکت رئیس د بېلابېلو شرکتونو له مسؤلینو او د هغوی له تخنیکي ټیمونو سره ځانګړې ناستې وکړې چې پکې په متقابله همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده چې په ګلوبل سمنټ دوه ورځني کنفرانس کې، چې په استانبول کې ترسره شو، د سمنټو د تولید له ۱۰۰ څخه ډېرو معتبرو نړیوالو شرکتونو ګډون کړی و، چې د خپلو صنعتي فابریکو د مختلفو برخو اړوند یې خپل نظریات او لیدلوري وړاندې کړل.