دریم Green & Intelligence کنفرانس د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو

1000005393.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئیس صفی الله صابر او ورسره مل تخنیکي پلاوي، د سینوما هیفي د صنعتي فابریکو د تولیدي وسایلو دایمي نندارتون څخه، چې د دې شرکت په مرکزي دفتر کې د هیفي ښار په شاوخوا کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.

د دې غونډې په جریان کې، د سینوما حیفي تخنیکي ټیم د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د خپل شرکت د دریځ او رول په اړه معلومات ورکړل او خپلې تجربې یې د الفلاح العالمي شرکت مشرتابه او تخنیکي ټیم سره شریکې کړې.

د الفلاح العالمي شرکت رئیس، چې د دې نندارتون له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه، د سینوما هیفي تجربې د لویو صنعتي فابریکو د جوړولو په برخه کې مهمې وبللې او ویې ویل: «که له سینوما هیفي سره په تړون ورسېږو، د جبل السراج د نوې فابریکې بنیادي چارې به د سینوما هیفي له لوري پرمخ یوسو.

له بلې خوا، د سینوما هایفي شرکت په چین او سیمه ایزو هیوادونو کې د لسګونو سمنټو تولید فابریکو د جوړولو پلانونه پلي او عملي کړي دي، او د دې فابریکو یو شمیر نورې یې تر کار لاندې دي.