دریم کنفرانسGreen & Intelligence په چین کې جوړ شو

1000005426.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رییس صفی الله صاب او د شرکت تخنیکي ټیم د سینوما هیفي په بلنه د چین هیفی ښار ته سفر وکړ ترڅو د Green & Intelligence په نوم دریم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

د دغه یو ورځنی کنفرانس اصلي موضوع په تولیدي فابریکو کې د ځیرکې ټیکنالوژۍ کارول، د هوا ککړتیا کمول، او په صنعتي فابریکو کې د بریښنا مصرف خوندي کول وو.

د سینوما عمومي او اجرائیوي رئیس، چې د دې ستر کنفرانس کوربه توب یې کاوه، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د تولیدي فابریکو د استازو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه: "موږ ټول په داسې سیاره کې ژوند کوو چې نوم یې ځمکه ده، نو اړ یو چې خپل تولیدات د نني معیارونو او عصري نړیوالو تکنالوژیو له مخې جوړ او عرضه کړو.

نوموړي زیاته کړه: تولیدي شرکتونه یوه انساني او اخلاقي دنده لري، څو د اقلیمي بدلونونو ـ چې له ګل خانه ای ګازو څخه رامنځته کیږي ـ په وړاندې مسؤلیت احساس کړي، او په خپلو فابریکو کې له داسې وسایلو څخه استفاده وکړي چې د چاپیریال د ککړتیا لامل نشي.

له بلې خوا، صفی الله صابر، د الفلاح العالمي شرکت رئیس او د هغه تخنیکي ټیم، چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی و، د دا ډول ناستو جوړېدل د تجربو د تبادلې او د شرکتونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام وباله، او پر دې یې ټینګار وکړ چې باید له ځیرکې تکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي.

په دې یوه ورځني کنفرانس کې ویناوالو په بېلابېلو برخو لکه: د ځیرکې تکنالوژۍ کارونه، په صنعتي فابریکو کې د برېښنا د مصرف کمول، او د نړیوالې کچې شرکتونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په اړه، له کنفرانس نه د وینا لپاره له ځانګړې ټریبیون څخه مهم او د پام وړ مطالب وړاندې کړل، چې ټولو یې د صنعتي فابریکو د اغېزناکو فعالیتونو لپاره پر نوو لارو چارو تمرکز درلود.

په دغه کنفرانس کې، چې د سینوما هیفي له خوا د چین په هیفي ښار کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و، له زرو ډېر استازي او د نړۍ له سل نه زیاتو معتبره شرکتونو ګډون کړی و.