د الفلاح العالمې شرکت رئیس د سینوما هیفي مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه

1000005435.jpg

صفی‌الله صابر د الفلاح العالمی شرکت رئیس، د خپل سفر پر مهال چین ته د "سینوما هیفي" شرکت له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه او له ښاغلي جان جون د یاد شرکت له رئیس او تخنیکي ټیم سره یې د پروان ولایت د جبل السراج په سیمه کې د نوې فابریکې د تأسیساتو د جوړولو په تړاو خبرې وکړې.

د الفلاح العالمی شرکت رئیس او تخنیکي متخصص ټیم د انرژۍ د تأمین، د برېښنا د مصرف د راکمولو، او د مؤثرو ماشین‌آلاتو د کارونې په اړه د "سینوما هیفي" شرکت له مسؤلینو سره خبرې وکړې، او څرګنده یې کړه چې سینوما هیفي د صنعتي فابریکو په جوړولو کې کافي تجربه لري، او کولای شي په بېلابېلو برخو کې د "الفلاح العالمی" شرکت سره همکاري وکړي.

همدارنګه د سینوما هیفي رئیس ښاغلي جان جون او د هغه تخنیکي ټیم د الفلاح العالمی د مشرتابه او تخنیکي  ټیم حضور ته هرکلی ووایه، او د جبل السراج په سیمه کې یې د سمنټو د نوې تولیدي فابریکې د تأسیساتو په جوړولو کې د هر اړخیزې همکارۍ اعلان وکړ.

د سینوما هیفي تخنیکي مسؤلینو څرګنده کړه چې دا شرکت اوس مهال د پاکستان د عسکري او اتوک سمنټو فابریکو د پروژو په پلي کولو کې، او همداراز د چین او نورو هېوادونو په لسګونو صنعتي فابریکو کې، همکاري کوي.

یادونه باید وشي چې د "الفلاح العالمی" د شرکت مشرتابه او تخنیکي ټیم د "سینوما هیفي" شرکت په بلنه، په چین کې د جوړ شوي "Green & Intelligence" درېیم کنفرانس کې ګډون کړی و.