د "سینوما هیفي" د تولیدي وسایلو له دایمي نندارتون څخه لیدنه ترسره شوه

1000005445.jpg

صفی‌الله صابر د الفلاح العالمی شرکت رئیس او ورسره تخنیکي هیئت د «سینوما هیفي» شرکت د صنعتي فابریکو د تولیدي وسایلو له دائمي نندارتون څخه چې د هیفي ښار په څنډه کې د دې شرکت په مرکزي دفتر کې جوړ شوی لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د «سینوما هیفي» ګومارل شوي تخنیکي ټیم د خپل شرکت د صنعتي فابریکو د جوړولو په برخه کې د رول او اهمیت په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او خپلې تجربې یې د الفلاح العالمی د شرکت له مشرتابه او تخنیکي ټیم سره شریکې کړې.

د الفلاح العالمی شرکت رئیس چې د نندارتون له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه د «سینوما هیفي» تجربې یې د لویو صنعتي فابریکو د جوړولو لپاره مهمې وبللې او ویې ویل: که له «سینوما هیفي» سره توافق ته ورسېږو نو د جبل السراج د نوي سمنټ جوړولو فابریکې اساسي چارې به د همدې شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي.

له بلې خوا د «سینوما هیفي» شرکت تر اوسه په چین او د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د لسګونو سمنټ تولیدوونکو فابریکو د جوړولو پروژې تطبیق کړي او ځینې نورې فابریکې هم دا مهال تر کار لاندې دي.