
دا څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم محترم وزیر، ښاغلي هدایت الله بدري د پروان ولایت د جبل السراج په سیمه کې د الفلاح العالمي شرکت د ساحوي دفتر او د کانونو د اکتشافي چارو د بهیرد لیدنې پر مهال وکړې.
محترم وزیر صاحب د خپل سفر پرمهال په کور دننه د افغاني جیولوجستانو له خوا د کانونو او د سمنټو د خامو موادو ترسره شوې اکتشافي چارې وستایلې او ویې ویل چې د صنعتي فابریکو د جوړولو لپاره د معدني زېرمو تثبیت د کانونو له اکتشاف پرته ناشونی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی تر څو د الفلاح العالمي اوعوفي بهرام شرکتونو سره، چې د جبل السراج د صفوان سمنټو فابریکې د جوړولو مسؤلیت لري، په ټولو برخو کې بشپړه همکاري وکړي، څو د فابریکې د جوړولو چارې ژر تر ژره بشپړې او د تولید بهیر پیل شي.
وزیر صاحب همدارنګه ټینګار وکړ چې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر دي او خصوصي سکتور او ملي پانګه وال د اسلامي امارت ترڅنګ د افغانستان د بیا رغونې او آبادۍ په برخه کې مهم رول لوبوي.
ورپسې، ښاغلي صفي الله صابر، د الفلاح العالمي شرکت رئیس، د کانونو او پټرولیم محترم وزیر د تشریف راوړلو له امله مننه وکړه او د صنعتي فابریکو، په ځانګړي ډول د صفوان سمنټو فابریکې، د جوړولو لپاره یې د وزارت ملاتړ وستایه. نوموړي وویل چې الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونه د خپلو ټولو امکاناتو او توان په کارولو سره شپه او ورځ هڅه کوي، څو د فابریکې د جوړولو بهیر ګړندی کړي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې د سمنټو د خامو موادو اکتشاف، د ماشینرۍ دقیق انتخاب او د تاسیساتو پایښت د شرکت له لومړیتوبونو څخه دي، څو د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د لوړ کیفیت سمنټ تولید او هېواد د سمنټو په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسوي.
همدارنګه، حاجي پهلوان، د عوفي بهرام شرکت رئیس، د کانونو او پټرولیم وزیر سره په لیدنه کې وویل چې یاد شرکتونه به په نږدې راتلونکي کې د فابریکې د جوړولو قرارداد له یوې معتبرې نړیوالې کمپنۍ سره لاسلیک کړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د لا زیات دقت او کیفیت د تأمین په موخه، له معتبرو بهرنیو مشورتي شرکتونو سره خبرې روانې دي، څو د صفوان سمنټو فابریکې تخنیکي چارې په هر اړخیز ډول تر څارنې لاندې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې الفلاح العالمي شرکت، چې د صفوان سمنټو فابریکې د تطبیق او جوړولو مسؤلیت لري، د لسو میاشتو څخه په کم وخت کې د کانونو او د سمنټو د خامو موادو د اکتشاف پړاو بشپړ کړی دی. په ساحه کې معدني مواد د کیفیت او کمیت دواړو له پلوه په کافي اندازه شتون لري او د تاسیساتو اساسي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.