د الفلاح العالمی شرکت رئیس د پروان والی سره لیدنه 

Picture.jpg

د الفلاح‌العالمي شرکت رئیس، صفي‌الله صابر، د پروان ولایت له والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور سره په لیدنه کې د جبل‌السراج ولسوالۍ د تپه‌ سرخ په سیمه کې د نوې سمنټو د تولید فابریکې د جوړولو، پانګونې او اسانتیاوو د بهیر په اړه خبرې وکړې.
د پروان والي دغه پروژه د ولایت په کچه له مهمو او حیاتي اقتصادي طرحو څخه وبلله او د چارو د لا چټک او دقیق پرمخ وړلو باندې یې ټینګار وکړ.
یاده فابریکه به د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت په څه باندې ۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړه شي، چې د تولید ورځنی ظرفیت به یې 3000 زره تر 9000 ټنه سمنټ وي. تمه کېږي چې د دې فابریکې له فعالېدو سره به په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د شرکت رئیس وویل چې د فابریکې د برېښنا د تأمین لپاره بېلابېل انتخابونه په پام کې نیول شوي دي؛ له دې جملې څخه د ۱۸ مېګاواټه برېښنا تولید د سکرو د سون‌توکو له دستګاوو او همدارنګه د ۲۰ مېګاواټه برېښنا تولید د لمریزې انرژۍ له سیستم څخه.
هغه زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې لپاره ۱۷ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي، تر څو د ککړتیا کچه تر ممکنه بریده راکمه شي. همدارنګه د فابریکې د چاپېریال د زرغونتیا لپاره ۳۰۰ زره نیالګي روزل شوي دي، څو د فابریکې ساحه د یوه شین او پاک چاپېریال په بڼه، د تفریحي پارک په څېر بدله شي.
په پای کې، صفي‌الله صابر د پروان له والي څخه وغوښتل چې د دې ملي پروژې د ملاتړي په توګه د پروژې له ساحې څخه لیدنه ترسره کړي.