
د الفلاح العالمي شرکت کې د کوچني اختر (عید سعید فطر) په مناسبت د مشرتابه او کارکوونکو په ګډون یوه غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د نوي کاري پړاو پر پیل، د کارکوونکو پر ژمنتیا او لا زیاتو هڅو، او د هېواد په ځانبسیاینې کې د شرکت پر رول ټینګار وشو.
د الفلاح العالمی شرکت رئیس، صفیالله صابر، د اکتشاف په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو یادونه وکړه او د دې پړاو د بریالي بشپړېدو او د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د لومړي مقام د ترلاسه کولو خبر ورکړ. هغه همدارنګه د سمنټو د تولید پر اړتیا او د صنعت د پراختیا راتلونکو پلانونو ته اشاره وکړه.
وروسته، د شرکت مرستیال، ډاکټر رحیمالله صافي، دا غونډه د اختر د لمانځنې او د نوي کاري فصل د پیل لپاره یو مهم فرصت وباله.
دا مراسم د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او د دعا او اخترنۍ مېلمستیا (عصریه) په کولو سره پای ته ورسېدل.