د الفلاح العالمي شرکت او الحیات روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

WhatsApp Image 2026-09-30 at 3.03.38 PM (1).jpeg

دغه هوکړه‌لیک د الفلاح العالمي شرکت د مالي او اداري مرستیال ډاکټر رحیم‌الله صافي او په کابل کې د الحیات روغتون د رئیس ډاکټر سید حبیب‌الله حازم له خوا لاسلیک شو.

د غونډې په پیل کې د الفلاح العالمي شرکت د مالي او اداري مرستیال له لوري د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ کې د صفوان سمنټو د تولیدي فابریکې د جوړولو په اړه د شرکت موخې او پلانونه د الحیات روغتون رئیس او اړوندو مسئولینو ته تشریح شول. د روغتون رئیس او مسئولینو د دغې پروژې هرکلی وکړ او دا پروژه یې د سمنټو په برخه کې د افغانستان د ځان‌بساینې لپاره یو مهم او حیاتي ګام وباله.

د الفلاح العالمي شرکت د مالي او اداري مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: «د صفوان سمنټو فابریکې د کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب له مهمو موضوعاتو څخه دي او د دغه شرکت په اساسي لومړیتوبونو کې ځای لري. شرکت تل هڅه کوي چې خپلو کارکوونکو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د لا ښه او اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.»

ورپسې د الحیات روغتون رئیس، ډاکټر سید حبیب‌الله حازم، د دغه روغتون او الفلاح العالمي شرکت ترمنځ د هوکړه‌لیک لاسلیکول د صفوان سمنټو د تولیدي فابریکې د کارکوونکو او کارګرانو د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې یو مثبت ګام وباله. نوموړي زیاته کړه: «د دغه هوکړه‌لیک له لاسلیک سره د شرکت کارکوونکي کولای شي د الحیات روغتون له ټولو روغتیايي خدمتونو څخه ۲۰ سلنه تخفیف ترلاسه کړي او له روغتیايي خدمتونو څخه ګټه واخلي.»

د یادونې وړ ده چې الفلاح العالمي شرکت د ۲۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ کې د صفوان سمنټو فابریکه جوړوي. دغه فابریکه به د ورځې له ۳۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ ټنو پورې د سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

اوس مهال په دغه فابریکه کې د تاسیساتو د جوړولو او ساختماني چارو بهیر په چټکۍ سره روان دی او د هېواد د سلګونو ځوانانو لپاره یې د کار او دندې زمینه برابره کړې ده.