Main-Picture-01.png

د الفلاح العالمي شرکت معرفی

الفلاح العالمي کان کيندنې او ودانيزو توکو توليدي شرکت

الفلاح العالمي شرکت د يو انتفاعي شرکت په توګه د افغانستان اسلامي امارت له ذيربطو اداراتو سره په همغږۍ پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې د سمنټو توليدي فابريکې جوړولو چارې پر مخ وړي او په دې پروژه کې د عوفي بهرام شرکت او مجموعة المهام الدولي قطري شرکت د سهم لرونکو په توګه د پانګونې او سمنټو فابريکې جوړولو په برخه کې ژمن دي، چې دا فابريکه د کيفيت لرونکو سمنټو محصولات له نړۍ والو معيارونو سره برابر په افغانستان کې توليد او وړاندې کوي. همدارنګه الفلاح العالمي شرکت د هېواد ځوان کدر او داخلي متخصصين او د ضرورت په صورت کې  بهرني تخنيکي ظرفيتونه د سمنټو توليد او فابريکې په جوړولو کې په کار اچوي. نور یی ولوله »

د متخصص ټیم

اوږدمهاله لید

پرمختللې ټیکنالوژي

د کیفیت کار

زموږ ليد لوری

د سمنټو له وارداتو د افغانستان بازار تړاو پای ته رسول او هېواد په دې برخه کې په ځان بسيا کول، له نوي او معاصر تکنالوژۍ ګټه اخيستل، اوږد مهاله پانګونه، پايښتمن کارموندنه، د ورځې په غوښتنو برابر د لوړ کيفيت لرونکي سمنټو توليد، د خلکو په اقتصادي هوساينې کې مثبت تغيير راوستل د الفلاح العالمي شرکت کلي ليدلوری دی چې ... نور یی ولوله »

machinary process-min.jpg

زموږ مأموريت

الفلاح العالمي شرکت کې زموږ مأموريت د هېواد په کچه د لوړ کيفيت لرونکو سمنټو توليد او وړاندې کول دي. موږ هڅه کوو نړۍ وال معيارونه د د داخلي او خارجي بازارونو د ضرورت پر بنسټ مراعات کړو او د سمنټو په توليد کې خپلو مشتريانو ته دوام، استحکام او اطمينان تضمين کړو. نور یی ولوله »

Office-min.jpg

بنسټيزې موخې

د کيفيت تضمين:  موږ د کيفيت لرونکو سمنټو توليد له وړاندې د بين المللي منل شوو معيارونو مطابق د کيفيت کنترولونکو کړنو مربوط ګڼو. نور یی ولوله »

Mining & Production Process

د فعاليت حوزې

د لومړي درجه موادو پراخه انتخاب

انتخاب-ساحه-احداث-فابریکه.jpg

فابريکې جوړولو ته د ساحې انتخاب

الفلاح العالمي شرکت د سمنټو فابريکې جوړېدو موقعيت په ډېر دقت انتخاب کړی. خامو موادو ته نژدې والی، تدارکات او د ژوند چاپېريال ملحوظاتو ته په کتو د معادن او پطروليم له وزارت سره په همغږۍ مناسب ځای تشخيص او لاسته راغلی. د دې پروژې لپاره په مجموعي ډول ۲۷.۳۵ کيلومتر مربع زمکه ټاکل شوې چې الفلاح العالمي شرکت له نافذه قوانينو سره سم د معادن او پطروليم وزارت په رسمي توافق د دې زمکې اجاره ورکوي.

نور یی ولوله »
ارزیابی-اثرات-محیط-زیستی.jpg

د ژوند چاپيريال اثراتو ارزونه

د فابريکې په څلورخوا کې پر اکوسيستم د بالقوه تأثيراتو ارزونې په موخه سيمه کې د ژوندچاپيريال مطالعات او ارزونې ترسره شوي او د پروژې په طرح کې پر چاپېريال د تأثير پېژندنه هم ځای پر ځای شوې تر څو پر ژوندچاپېريال منفي اثرات ترټول ټېټې کچې ته ورسيږي.

نور یی ولوله »
مهندسی-و-طراحی.jpg

مهندسي او طراحي

د فني متخصصينو يوه باتجربې ډله د مهندسي او دقيق معماري طرحو پراختيا او د معادنو اکتشاف لپاره چې د سمنتو فابريکې توليدي ظرفيت ټاکي په فعاليت بوخت دي. دا طرحې کيفيت، مصؤنيت او پايښت خپل اولويت ګرځولي چې د سمنټو په توليد کې تر ټولو وروستی پرمخ تللی تکنالوژي له ځان سره لري او په دې کار کې د فابريکې ساحاتو توپوګرافي نقشې ته پراختيا ورکول هم شامل دي.

نور یی ولوله »
سهامداران.jpg

د سهم لرونکو او سيمه ايزو خلکو ګډون

له ذينفع، سهم لرونکو، سيمه ايزو خلکو، مربوطه دولتي اداراتو او د سمنټو توليدي صنعت متخصصينو سره پراخې مشورې او مشارکت شوی، ټول نظريات او رغوونکي وړانديزونه د دې پروژې په کاري پروسو او تطبيقي پلانونو کې تر لاس لاندې دي.

نور یی ولوله »
نیازمندی-کارمندان-فنی-واجد-شرایط.jpg

فنی واجد شرایط کارکوونکو ته ضرورت

الفلاح العالمي شرکت د فابريکې مربوط چارو مديريت ته د متخصص او مسلکي ظرفيتونو جذب لپاره واضح کړن لاره ترتيب او عملي کړې. د اکتشاف فني کارپوه، د ماشين آلاتو متخصص، د برنامو همغږی کوونکی، د اداري او بشري منابعو همغږی کوونکی، د تدارکاتو متخصص په عنوانونو يې کليدي بستونه رامنځته او وړ کسان يې استخدام کړي. همدارنګه په هغو لاروچارو چې د خارجي متخصص کدرونو انتخاب او استخدام لپاره ضرورت دی په واضح ډول د استخدام پر پروسې کار روان دی. د يادونې وړ دی چې د هېواد په داخل کې متخصص فني او مسلکي کدرونه قسماً شتون نه لري او د واجد شرايط کدرونو استخدام ستونزمن دی؛ نو الفلاح العالمي شرکت د افغانستان په کاري مارکيت کې د نسبتاً رقابتي حقوقو په ورکولو واجد شرايط کدرونو جذب لپاره هڅه کوي.

نور یی ولوله »
سیستم‌-مدیریت-مالی-سازگار.jpg

د مالي مديريت مساعد سيستم

الفلاح العالمي شرکت له خپلو ذينفعو سره د پانګونې په الزاماتو د ژمنتيا اهميت درک کولی شي. په دې برخه کې د خپلو هڅو يوې مهمې برخې په توګه په نظر کې لري تر څو يو فني ټيم د مالي او مديريتي ضرورتونو ارزونې ته ولري چې د شرکت له پانګونې او افغاني مارکيټ له مقتضياتو سره سمون ولري، چې دا ټيم به د حسابدارۍ لارې چارې، په داخل د شرکت کې د مالي سيستم جوړيدنه او د پروژې په اوږدو کې اړوند دولتي اداراتو او شريکانو ته شفاف ګزارش ورکول مديريت کړي.

نور یی ولوله »
procurment transparency.jpg

شفاف تدارکات

الفلاح العالمي شرکت د شريکانو د سهم او مشارکت، او په تدارکاتي پروسو کې د شفافيت تضمين په اهميت پوهيږي. په دې برخه کې د تدارکاتو جامع طرح تر مخ دی چې د تدارکاتو لارې چارې، د پلورونکي د انتخاب معيارونه او تدارکاتي ارزونه مشخص کوي. دا طرح په عادلانه او رقابتي منافصې تأکيد کوي او خپلو بالقوه شريکانو ته اجازه ورکوي په دې پروسې کې برخه واخلي او خپلې وړتياوې څرګندې کړي. په ټولو تدارکاتي فعاليتونو کې به شفافيت حفظ شي او شريکان به دې ته اړ کړی شي چې د قراردادي او خدماتي شرکتونو انتخاب په برخه کې له مسؤليت منلو او صداقت اطمينان حاصل کړي.

نور یی ولوله »
مطالعه-اکتشافی-معادن.jpg

د معادنو اکتشافي مطالعه

د سمنټو توليد لپاره الفلاح العالمي شرکت د کيفيت لرونکو خامو موادو ترلاسه کولو د حتمي تضمين په اهميت پوهيږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د معادنو اکتشاف له معتبرو شرکتونو سره مذاکرات په مخ کې لري. د خاورې پېژندنه، د معدني ذخايرو تجزيه او تحليل، تخنيکي نقشه اخيستنه او د فابريکي په خوا کې له معدني منابعو د خامو موادو د استخراج امکان پېژندنه د دې څېړنو برخې دي. له شرکت بهر نورو متخصصو شرکتونو ته د اکتشاف پروسې سپارل فابريکې ته د معدني منابعو او پايښتمن خام موادو په برخه کې د دقيق معلوماتو ترلاسه کول او تصميم نيولو په موخه کيږي.

نور یی ولوله »
ساخت-و-ساز-و-تهیه-تجهیزات.jpg

ودانۍ او تجهيزات

د ودانيو جوړول او له هغې جملې سمنټو توليد لپاره د تأسيساتو جوړولو ته د ټاکل شوي ساحې چمتو کول به پيل شي، د تجهيزاتو پېرل به هم پیل شي تر څو اطمينان حاصل شي چې فابريکه د ښه کيفيت لرونکي او پايښتمن سمنټو توليد لپاره په پرمختللي ماشين آلاتو تجهيز شوی دی.

نور یی ولوله »
We are Hiring Web.jpg

د بشري قوې استخدام او روزنه

د سمنټو فابريکې مؤثر فعاليت په موخه د توليد مرحلې په پيل کې فني بشري قوه جذبيږي چې دا کار د داخلي او بين المللي واجد شرايط ظرفيتونو د استخدام مستلزم دی. کوم جوړښت او تشکيلات چې اوس مهال پر هغه کار شوی د فابريکې د اکتشافي مطالعاتو نتايجو ته په کتو نورې ارزونې ته هم ضرورت لري.

نور یی ولوله »
ابتکار-و-پایداری.jpg

ابتکار او پايښت

د تعمير او جوړونې په مرحله کې به داسې کړنو ته هڅه وشي چې په ژوندچاپيريال اثرات ټېټې کچې ته ورسيږي لکه د انرژي له تجديد منونکو منابعو استفاده، له اوبو حفاظت او د کثافاتو توليد کمول. دا شرکت خپل ټولنيز مسؤليت له سيمه ايزو خلکو سره مثبت تعامل او د سيمه ايز پراختيا له طرحو حمايت بولي.

نور یی ولوله »

د معادنو د اکتشاف برنامه

د الفلاح العالمي شرکت به لاندني مراحل ترسره کړي

د سمنټو توليد لپاره الفلاح العالمي شرکت د کيفيت لرونکو خامو موادو دوامداره ترلاسه کولو تضمين په اهميت پوهيږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د پلورونکو له معتبر داخلي او بهرني شرکتونو سره مذاکرات يې څېړلي او د معادنو اکتشافي ارزونه د ترسره کېدو په حال کې دی. د خاورې پېژندنه، د معدني ذخايرو تجزيه او تحليل، او د فابريکي په خوا کې له معدني منابعو د خامو موادو د استخراج امکان پېژندنه د دې څېړنو برخې دي. متخصصينو ته د دې څېړنو له سپارلو د الفلاح العالمي شرکت موخه فابريکې ته د کيفيت لرونکي او پايښتمن خام موادو منابع پيدا کول او په دې برخه کې د دقيقو معلوماتو ترلاسه کول  او تصميم نېول دي.

نور یی ولوله »
goal.png

د اکتشاف برنامې ته د موخو تعريف

الفلاح العالمي شرکت د خپل اکتشافي مطالعې موخې په واضح ډول تعريفوي؛ چې د سمنټو پروژې کوم خاص اړخونو ارزونه غواړې، لکه د بازار غوښتنه، بالقوه محلونه، خام موادو ته لاس رسۍ، سالم رقابت او له پرمختللي ټکنالوژۍ ګټه اخيستل دي.

data-gathering.png

د اطلاعاتو ټولول

د مربوطه اطلاعاتو ټولولو په موخه د پراخو تحقيقاتو په لاره اچول چې د بازار مطالعه، د سمنټو د صنعت تجزيه او تحليل، د دولتي نافذه قوانينو ارزونه ، د ژوندچاپيريال اثر کوونکو څېړنو ارزونه او په هېواد دننه او بهر کې د سمنټو د موجودو پروژه مطالعه يې برخې دي.

review.png

ساحوي بياکتنه او د سايت ارزونه

د پروژې له بالقوه سايټونو بياکتنه کوي او د هغو وړتيا او مؤثريت ارزوي، دا کتنه داسې عوامل لکه خام موادو ته نژدې والی، حمل او نقل ته لاس رسۍ، بنسټيزو تأسيساتو  ته لاس رسۍ، ژوندچاپيريال کتنه، او د فابريکې له ملکيت د ګټې اخيستنې امکان کتنه تر ارزونې لاندې نيسي.

handshake.png

له سهم لرونکو سره تعامل

له مربوطه ذينفعو سره لکه د سيمې خلک، دولتي مقامات، د صنعت کارپوهان، او بالقوه پېرېدونکو سره مثبت تعامل رامنځته کوي، د پروژې په اړه د هغوی نظريات درک، تحليل او ارزوي. د سمنټو پروژې په اقتصادي، فني او ژوندچاپېريال برخه کې تحليل، تجزيه او امکان کتنه د داسې عواملو لکه د پانګونې مصارف، وړاندويل شوي عوايد، د توليد ظرفيت، د انرژۍ ګټه اخيستنه، د ژوندچاپيريال پايښت او له مقرارتو سره سمون څېړي.

feasibility.png

تحلیل پیل کول

د امکاناتو تحلیل فکتورونه ارزوي لکه د پانګې اچونې لګښتونه، اټکل شوي عواید، د تولید ظرفیت، د انرژۍ کارول، د چاپیریال پایښت، او د مقرراتو سره موافقت ترڅو د سمنټو پروژې اقتصادي، تخنیکي او چاپیریال امکانات ارزونه وکړي.

crisis-management.png

د خطر ارزونه

د پروژې مربوط بالقوه تهديدونه او خطرونه تشخيص او داسې عوامل لکه د بازار تغيیر، نظارتي تغيیرات، د خام موادو په عرضه کې اختلال او رقابتونه تجزيه او تحليلوي، او د خطرونو کمولو په موخه اضطراري برنامې رامنځته کوي.

money.png

مالي تجزيه او تحليل

مالي تحليل په پروژه کې د پانګونې قابليت څېړي، مالي معيارونه لکه د پانګې بېرته ګرځېدل او محاسبه، اوسنی خالص ارزښت، د داخلي بيا ورکړې نرخ او د بېا ورکړې دوره په نظر کې نيسي.

documents.png

د جامع ګزارش وړاندې کول

الفلاح العالمي شرکت ټول اطلاعات، ترلاسه شوي معلومات، د شرکت د امورو مربوط هر اړخيز تحليلونه د يو جامع اکتشافي ګزارش په ترڅ کې راټولوي. د معلوماتو وړاندې کول، نتيجه اخيستنه او وړانديزونه د ترسره شوي تحقيق له مخې ګزارش اخلي.

خبرونه او ګزارشونه

WhatsApp Image 2025-03-06 at 7.50.10 PM.jpg

د "ګلوبل سمنټ" دوه ورځنی کنفرانس د ترکیې په استانبول کې ترسره شو

7 March 2025 AUA

صفی الله صابر، د الفلاح العالمي شرکت رئیس، د ګلوبل سمنټ په دوه ورځني کنفرانس کې چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شوی و ګډون وکړ. یاد کنفرانس چې د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي او د تولیدي لګښتونو د  کمولو په موخه جوړ شوی و. پکې د اغیزمنو حل لارو په اړه بحث او تبادله وشوه، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سمنټو د صنعتي فابریکو تخنیکي ټیمونو پدې برخه کې ویناوې وکړې او د موجوده ننګونو د حل لپاره یې مناسبې حل لارې وړاندې کړې.

نور یی ولوله »
AUA Ramadan MUbarak Pashto.jpg

روژې مبارک

1 March 2025 AUA

د الفلاح العالمي شرکت مشرتابه او کارکوونکي د روژې د مبارکې میاشتې، د قرآن کریم د پسرلي، د عبادتونو او مخلصانه دعاګانو د میاشتې د رارسیدو په مناسبت د افغانستان متدین ولس او ټول اسلامي امت ته مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کوي. الله تعالی دې دغه مبارکه میاشت د برکت، رحمت او مغفرت میاشت وګرځوي

نور یی ولوله »
دیدار رئیس شرکت الفلاح العالمی با موسس و رئیس اتحادیه جهانی سمنت.jpeg

د سمنټو له نړیوالې اتحادې سره د الفلاح العالمی شرکت یو ځای کیدل

20 February 2025 AUA

د الفلاح العالمی شرکت رئیس صفی الله صابر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنټو د نړیوالې اتحادیې په نړیوال کنفرانس کی ګډون وکړ، نوموړي د يادې اتحادې له مؤسس او رئیس سره تر پرله پسې لیدنو وروسته د دغې اتحادې غړیتوب ترلاسه کړ. دا غړیتوب په حقیقت کې لومړنی ګام دی چې په ترڅ کې یې یو افغانی شرکت د سمنټو د تولید په برخه کې نړیوالو بنسټونو ته لاره پرانیزي او د دې اتحادیې غړیتوب ترلاسه کوي چې تراوسه په افغانستان کې مخينه نلري.

نور یی ولوله »

الفلاح العالمي شرکت ساختماني لوړ او بې بديله کيفيت لرونکي، دوامداره تضمين لرونکي، د اطمينان وړ په لوړ معيار او د ورځې له مقتضياتو سره برابر ساختماني مصالح توليد او وړاندې کولو ته ژمن دی.

الفلاح العالمي شرکت او کاري ټيم يې له فني او باتجربه متخصصينو جوړ دی چې د پروژې استثنايي نتايج او د مشتري رضايت تضمينوي.

الفلاح العالمي شرکت په نظر کې لري د کيفيت لرونکو سمنټو توليد او مؤثرې ګټه اخيستنې په موخه؛ تر ټولو نوي او پرمختللي ماشينونه او معاصر تکنالوژي په کار واچوي ترڅو پروژه پر منفعت ولاړ د لازم دقت او ښه سرعت لرونکی وي.

زموږ لرليد له فوري پروژو لوړ دي. موږ هڅه کوو د پايښتمن پراختيا په ترويج او د سيمې خلکو پر ژوند د مثبت تأثیر رامنځته کولو له لارې د افغانستان په اوږد مهاله پرمختګ کې مرسته وکړو.

ولې موږ انتخاب کړئ؟

د باور وړ تخصص

موږ تخصص، پرمختللي تجهیزات او د دوامدار پرمختګ لپاره لیوالتیا یوځای کوو ترڅو نوښتګر حلونه چمتو کړو چې د پروژې بریالیتوب پرمخ وړي.

د غوره والي لپاره زموږ د ثابت او نه ثابتې ژمنې سره، موږ په دوامداره توګه د لوړ کیفیت ساختماني پروژې وړاندې کوو چې له تمې څخه ډیر دي.

زمونږ اړیکه

موږ سره اړیکه ونیسئ

تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ یا د لاندې معلوماتو له لارې موږ سره ملاقات کړی.

اړیکی شمیره:+93 77 764 0000
برښنالیک:info@aua.af
آدرس:کابل افغانستان

آنلاین فورم

د هر ډول معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د لاندې فورمې ډکولو له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ.