خبرونه او ګزارشونه

Mining Consultant of Zabol Cement Company.jpeg

د سميان زابل شرکت د زېرمو له مشاور سره د الفلاح العالمي شرکت د رهبرۍ ناسته

22 جوزا 1403
ښاغلی صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت اجرائيوي رئيس ايران هېواد ته د يو سفر په ترڅ کې د اکتشافی طرحو متخصص او د زېرمو په برخه کې د سميان زابل له مشاور غلام رضا جودکی سره لېدنه وکړه.
Leadership Meeting between Al-Falah Ul Aalami and the Consultancy Team of ParsPack Company.jpeg

د پارس پيک شرکت له مشورتي ټېم سره د الفلاح العالمي شرکت رهبرۍ ليدنه

22 جوزا 1403
د الفلاح العالمي شرکت اجرائيوي رئيس ښاغلی صفی الله صابر په تهران کې د پارس پيک شرکت له عامل مدير خشايار لطفي او د سينومای چيني شرکت له استازي انجنير حسين تديني  سره د فابريکې ماشين آلاتو چمتو کولو په موخه ليدنه وکړه.
Meeting of the Leadership of Alafah Ul Aami.jpeg

د افطاري ميلمستيا په ترڅ کې د الفلاح العالمي شرکت رهبري هيئت تعارفي ناسته وشوه

22 جوزا 1403
د الفلاح العالمي شرکت رهبري هيئت د چارو پرمختګ، فابريکې جوړېدو په برخه کې سريع کړنو او ترسره شوي کارونو ګزارش په موخه د يو افطاري ميلمستيا په ترڅ د شرکت په مرکزې دفتر کې ناسته وکړه.
Warm Welcome from Iran's Industrial .jpeg

د ايران هېواد شرکت طراحی- صنعتي مسؤلينو له لوري د الفلاح العالمي شرکت رهبري ته ښه راغلاست وويل شو

21 جوزا 1403
د ايران هېواد په پلازمينه تهران؛ نياوران سيمه کې دکتور فريبورز مقيمي د ايران طراحی- صنعتی شرکت رئيس او تخنيکي ټيم د الفلاح العالمي شرکت رئيس ښاغلي صفی الله صابر ته په خپل کاري دفتر کې ښه راغلاست وويل.
پیام تبریکی به مناسبت فرارسیدن عید سعید فطر.jpeg

د نېک مرغه کوچني اختر په وياړ پيغام

21 جوزا 1403
د الفلاح العالمي شرکت رهبري او ټول کارکوونکي د نيک مرغه کوچني اختر رسېدو په وياړ خپل مسلمان او متدين ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي او له لوی رب غواړي دا اختر زموږ ولس لپاره د هوساينې، نېک مرغۍ، وحدت او ورورولۍ اختر وګرځي.
بازدید تیم تخنیکی شرکت سیمان زابل.jpeg

د جبل السراج له معدني سيمو د سميان زابل شرکت تخنيکي ټيم ليدنه

21 جوزا 1403
د الفلاح العالمي شرکت په تصميم او دعوت د سميان زابل شرکت د معدنونو اکتشاف فني ټيم د جبل السراج نوي جوړيدونکي سمنټو فابريکې له معدني سيمو ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت له رئيس سره خپل تخنيکي ټيم، د سميان زابل شرکت مشاور غلام رضا جودکی او د سميان صنعتي کارپوه انجنير قرباني مل وو چې د فابريکې جوړېدو ساحه او معدني سيمې يې له نژدې ولېدې. د سميان زابل شرکت د مختصصينو له سيمې د ليدنې موخه په سيمه کې د فابريکې جوړېدو امکان پېژندنه او معدني موادو ميداني مطالعه وو.
Mining Sites in Jabal al-Saraj.JPG

د جبل السراج سمنټو فابريکې له معدني سيمو د اکتشاف تخنيکي ټيم ليدنه

10 ثور 1403
د الفلاح العالمي شرکت معاون انجنير خان وزير احمدزی د چيني متخصصينو له يو ټيم سره مل په جبل السراج کې د سمنټو نوي جوړېدونکي فابريکي له معدني سيمو لېدنه وکړه، د دې ليدنې موخه په ساحه کې د  فابريکې جوړېدو امکان پېژندنه، د اکتشاف مربوط مسائلو څېړل او د معدني موادو کميت پېژندنه وه.
Contract Signed in Jabal al-Saraj  (2).jpeg

د ۲۲۰ ميليون ډالرو په ارزښت د جبل السراج نوي فابريکې قراداد امضا شو

10 ثور 1403
د معدنونو او پطروليم وزارت له الفلاح العالمي، عوفي بهرام او مجموعه المهام الدولي شرکتونو سره د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ۲۲۰ ميليون ډالرو په ارزښت و يوې نوې فابريکې جوړولو قرارداد امضا کړ. دا قرارداد د يو محفل په ترڅ کې د معدنونو او پطروليم ښاغلي سرپرست وزير شيخ شهاب الدين دلاور او د الفلاح العالمي شرکت رئيس ښاغلي صفی الله صابر له لوري د عوفي بهرام او قطر هېواد مجموعه المهام الدولي شرکت د استازو په حضور کې امضا شو.
اعلام آمادگی همکاری شرکت فنی مهندسی صنعتگران موزون با شرکت الفلاح العالمی.jpeg

موزون په نامه د صنعت ګرانو فني مهندسي شرکت له الفلاح العالمي شرکت سره د مرستې چمتوالی اعلان کړ

10 ثور 1403
موزون په نامه د صنعت ګرانو فني مهندسي شرکت چې د ايران په جمهوري اسلامي هېواد کې د سمنټو فاريکو يو له پخوانيو طرح کوونکو شرکتونو څخه دی له الفلاح العالمي شرکت سره د سمنټو فابريکې په طراحي، د زيرمو اکتشاف او ماشين آلاتو په خريدارۍ کې خپل چمتو والی وښود.