18 حوت 1404
د الفلاحالعالمي شرکت رئیس، صفيالله صابر، د پروان ولایت له والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور سره په لیدنه کې د جبلالسراج ولسوالۍ د تپه سرخ په سیمه کې د نوې سمنټو د تولید فابریکې د جوړولو، پانګونې او اسانتیاوو د بهیر په اړه خبرې وکړې.
د پروان والي دغه پروژه د ولایت په کچه له مهمو او حیاتي اقتصادي طرحو څخه وبلله او د چارو د لا چټک او دقیق پرمخ وړلو باندې یې ټینګار وکړ.
یاده فابریکه به د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت په څه باندې ۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړه شي، چې د تولید ورځنی ظرفیت به یې 3000 زره تر 9000 ټنه سمنټ وي. تمه کېږي چې د دې فابریکې له فعالېدو سره به په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.