خبرونه او ګزارشونه

از معادن ذغال سنگ آبدره و خورد دره پلخمری بازدید صورت گرفت.jpg

د پلخمري د آبدرې او خورد درې د ډبرو سکارو له کانونو لیدنه تر سره شوه

23 عقرب 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئیس صفي الله صابر او تخنیکي پلاوي د بغلان ولایت د پلخمري د آبدرې او خورد درې د ډبرو سکارو له کاني سیمو د لیدنې ترڅنګ له ځایي مسؤلینو سره وکتل او د الفلاح العالمي شرکت کاري برنامه یې ورته تشرېح کړه. وروسته د شرکت رئیس صفي الله صابر او تخنیکي ټیم له نږدې په سوفونو کې د ډبرو سکارو له استخراج څخه لیدنه وکړه او مؤظف ټیم د نمونې په ډول د ډبرو سکاره له ځانه سره واخیستل.
بازدید رئیس شرکت الفلاح العالمی از ساحات معدنی ذغال سنگ ولسوالی نهرین.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئیس د نهرین ولسوالۍ د ډبرو سکارو له کاني سیمو څخه لیدنه وکړه

23 عقرب 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئیس صفي الله صابر او تخنیکي ټیم په جبل السراج ولسوالۍ کې د سمنټو د تولید د نوې جوړېدونکې فابریکې د انرژۍ د تأمین لپاره د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د چنارک کاني سیمو څخه لیدنه وکړه. دا ولسوالي د ډبرو سکارو د غني زېرمو له امله د ډېرو توجه ځانته را جلب کړې ده. ښاغلي صابر د ډبرو سکارو له کانونو په دې لیدنه کې د داستخراج چارې، چې عملاً د خلکو له لوري تر سره کېږي ولیدلې او د کانونو په فني کیندنه یې ټینګار وکړ تر څو احتمالي خطرات را کم شي.
رئیس شرکت الفلاح العالمی از جریان اکتشاف معادن در جبل السراج بازدید بعمل آورد.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئيس په جبل السراج کې د زېرمو اکتشاف له چارو لېدنه وکړه

21 اسد 1403
د الفلاح العالمي شرکت رهبري په پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ کې د زېرمو اکتشاف له جريان لېدنه وکړه. په دې لېدنه کې چې د الفلاح العالمي شرکت له رئيس سره د شرکت تخنيکي ټيم او جيولوجستانو هم ملتيا کاوه  د سمنټو اوليه موادو له مختلفو برخو لېدنه وکړه او د چارو جريان يې نظارت کړ.
WhatsApp Image 20.jpg

د سترو پروژو له پلي کېدو حمايت زموږ ملي دنده او وجيبه ده

21 اسد 1403
دا مطلب د بشير نويد شرکت رئيس او د افغانستان تجارت خوني معاون ښاغلی حاجی خير الدين مايل د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر سره په کتنې کې بيان کړ. هغه د الفلاح العالمي شرکت له لوري په جبل السراج کې د سمنټو فابريکې جوړول ستر او ارزښتمن ګام وباله او له دې سترې پروژې يې خپل هر اړخيز حمايت څرګند کړ. هغه وويل: په پروان کې د سمنټو نوي فابريکې جوړېدل افغانانو ته د کار او اشتغال نوي فرصتونه جوړوي او په هېواد کې د اقتصادي پياوړتيا لپاره لاره پرانيزي.
WhatsApp Image 2024-07-18 at 03.23.37_9d8fbb99.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئيس د پروان ولايت له والي مولوي قدرت الله سره وکتل

7 اسد 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر او مل پلاوی يې د پروان ولايت له والي مولوي قدرت الله سره لېدنه وکړه. په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت رئيس د پروان محترم والی ته د جبل السراج  سمنټو په نوي جوړيدونکي کارخوني کې د زيرمو اکتشاف او لومړنيو توکو څېړنو په اړه چې د نوموړي شرکت له لوري پيل شوي وضاحت ورکړ او په نوموړي ولايت کې د محلي حکومت او امارتي ادارې په حمايت يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: د الفلاح العالمي شرکت په پام کې لري د سمنټو اوليه توکو اکتشاف چارې ژر تر ژره پای ته ورسوي ترڅو د سمنټو فابريکې جوړېدو بنسټيز چارو ته شرايط برابر شي.

د الفلاح العالمي شرکت له لوري د زېرمو اکتشاف چارې پيل شوې

27 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت له افغاني او قطري شرکتونو سره په ګډه جبل السراج کې د سمنټو نوې فابريکې جوړولو په موخه پانګونه کړې چې د دې پروژې قرارداد پخوا د يو رسمي محفل په ترڅ کې له معدن او پطروليم وزارت سره لاسليک شوی دی. دا شرکت څه وخت پخوا په جبل السراج کې د دې کارخونې جوړولو لپاره د زېرمو اکتشاف ته د يو رقابتي امتحان له لارې ځوان جيولوجست کدرونه وګمارل او بيا تېره ورځ  يې د دې فابريکې د زېرمو په سيمه کې د اکتشاف چارې عملاً پيل کړې. هېله ده د سمنټو توليد په موخه د زېرمو له دې اکتشاف او د الفلاح العالمي شرکت فني ټيم له لاسته راغلي معلوماتو د کميت او کيفيت له نظره کافي اوليه مواد ترلاسه شي ترڅو د فابريکې جوړولو چارې په سرعت مخته ولاړې شي.
Abdul salam Hanafi.jpeg

د رياست الوزرا اداري معاون سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس ليدنه

20 سرطان 1403
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري معاون د الفلاح کان کيندنې او ودانيز توکو توليدي شرکت له رهبري هيئت سره ليدنه وکړه. لومړۍ صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت رئيس د خپلو فعاليتونو، کړنو، کاري مخينې او د شرکت راتلونکو برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونيت محترم مقام ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دا شرکت د کانونو کيندلو او ودانيز توکو توليد په برخه کې فعاليت کوي او هوډ لري په هېواد کې د پراخو زيرمو شتون، د ثبات او امينت راتلو، او د پانګونې وروستيو فرصتونو ته په کتو د کانونو استخراج او ودانيز توکو توليد په برخه کې پانګونه وکړي چې يو له دې پروژو په جبل السراج کې د سمنټو نوي فابريکې جوړول دي.
امتحان جیولوجست ها.png

له لس تنو جيولوجستانو رقابتي امتحان واخيستل شو

20 سرطان 1403
الفلاح العالمي شرکت د کانونو اکتشاف لپاره د مسلکي کدرونو جذب په موخه له لس تنه جيولوجستانو رقابتي امتحان واخيست. د الفلاح العالمي شرکت رهبري چې د امتحان لړۍ له نژدي څاره د استخدام په برخو کې په روڼتيا او وړتيا ټينګار وکړ. الفلاح العالمي شرکت په جبل السراج کې د سمنټو توليدي فابريکې جوړولو مسؤليت په غاړه لري او په نژدې راتلونکي کې د زيرمو اکتشاف لړۍ پيلوي او تخنيکي چارو لپاره له ځوان داخلي کدرونو ګټه اخلي.
Ihsan Tahiri.jpeg

د نړۍ وال تجارت خونې رئيس سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس ليدنه

20 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د نړۍ وال تجارت خونې رئيس ښاغلي سيد احسان الدين طاهري سره په کابل کې ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت برنامې، فعاليتونه او په جبل السراج کې د سمنټو فابريکې جوړولو چارو په اړه د الفلاح العالمي شرکت رئيس وضاحت ورکړ، ښاغلي صابر وويل: په جبل السراج کې د سمنټو دا نوې فابريکه په هېواد کې د سمنټو داخلي توليد پياوړی کوي چې دا کارخونه به په پرمختللو ماشين آلاتو سمبال وي او د اکتشاف چاري يې د زيرمو په سميو کې په څو راتلونکو هفتو کې پيليږي.
برگزاری کنفرانس بین المللی از سوی کمپنی دولتی CNBM چین .jpg

د چين هېواد CNBM دولتي کمپنۍ له لوري د نړۍ وال کانفرانس جوړېدل

13 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د اقليمي تغيیراتو او په توليدي فابريکو کې د ژوند چاپېريال ککړتيا کمولو نړۍ وال کانفرانس کې چې د چين هېواد CNBM دولتي کمپنۍ له لوري په نانجنګ ښار کې جوړ شوی وو ګډون وکړ.
الفلاح العالمی ۰۱.jpg

د الفلاح العالمي شرکت له رئيس سره د ACG مشورتي شرکت رئيس علي عمار ليدنه

13 سرطان 1403
د انګلستان هېواد ACG مشورتي شرکت رئيس علي عمار د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې د الفلاح العالمي شرکت له رئيس سره تعارفي ليدنه وکړه. لومړۍ صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت رئيس د پروان ولايت په جبل السراج کې د نوي جوړيدونکي فابريکې په اړه معلومات ورکړل او افغانستان يې تر هر بل وخت نن ورځ د توليدي فابريکو او زېرمو په برخه کې پانګونې ته مساعد وباله.
الفلاح العالمی ۰۲.jpg

د فرانسې FIVES شرکت اجرائيوي رئيس سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس ناسته

13 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د فرانسې هېواد FIVES شرکت رئيس ښاغلي زوير نيکولاس سره په تعارفي ناسته کې د سينوما سمنټ نړۍ وال کانفرانس مهم او مفيد او تر څنګ يې په جبل السراج کې د سمنټو نوی جوړيدونکی فابريکه د هېواد په کچه د سمنټو توليد په برخه کې ستره پانګونه وباله او زياته يې کړه: د الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونه له قطري شرکت المهام الدولي شرکت سره په ګډه د ۲۲۰ ميليون ډالرو په ارزښت  د سمنټو توليدي کارخوني جوړولو لپاره پانګونه کړې چې دا زموږ هېواد توليدي فابريکو پانګونې په برخه کې مخينه نه لري. 
WhatsApp Image 2024-06-09 at 7.14.37 PM.jpeg

صفي الله صابر د جرمني هېواد مارتين سيچندر شرکت رئيس ښاغلي داکتر ريرنات سره لېدنه وکړه

13 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې چې د چين هېواد په نانجنګ ښار کې داير شوی وو د مارتين سيچندر شرکت له اجرائيوي رئيس ښاغلي داکټر ريرنات سره لېدنه وکړه.
الفلاح العالمی ۰۳.jpg

د PIG تخنيکي شرکت له مشورو او لارښونو ګټه اخلو

13 سرطان 1403
دا مطلب د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينوما سمنټ کانفرانس په څنډه کې له ښاغلي احمد شايان سره چې د سويتزرلند هېواد PIG مشورتي شرکت رئيس دی په لېدنه کې وکړه.
دیدار تعارفی رئیس شرکت الفلاح العالمی با رئیس عامل شرکت KHD کشور جرمنی.jpg

د جرمني هېواد KHD شرکت له عامل رئيس سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس تعارفي ليدنه

13 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې د KHDشرکت له عامل رئيس ښاغلي ماتياس ميرس مان سره تعارفي ليدنه وکړه.
WhatsApp Image 2024-06-09 at 7.14.38 PM.jpeg

د سينوما انټرنېشنل کمپنۍ له رئيس سره د الفلاح العالمي شرکت رئيس تعارفي لېدنه

13 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينوما انترنېشنل کمپنۍ له عمومي رئيس ښاغلي ژوبينګ ژابينګ سره د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې چې د چين هېواد په نانجنګ ښار کې دGreen  & Intelligence تر عنوان لاندې جوړ شوی وو لېدنه وکړه.
Sinoma Cement.jpg

د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس د نړۍ والو کمپنيو ترمنځ د اړيکو تقويت لپاره مهم ګام وو

9 سرطان 1403
دا مطلب د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر په انګلستان هېواد کې د سمنټو نړۍ وال اتحاديې اجرائيوي رئيس ښاغلي ايان ريلي سره په لېدنه کې مطرح کړ.
رئیس شرکت الفلاح العالمی با رئیس شرکت تولید سمنت سامان کشور عراق ملاقات کرد.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئيس د عراق هېواد سامان سمنټو توليدي شرکت له رئيس سره لېدنه وکړه

9 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د عراق هېواد سامان سمنټو توليدي شرکت له رئيس ښاغلي يادګار محمد جزا سره د سينوما سمنټ دوهم نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې لېدنه وکړه.
دیدار رئیس شرکت الفلاح العالمی با رئیس عامل فابریکه سمنت پاور کراچی.jpg

د الفلاح العالمي شرکت رئيس له ښاغلي محمد الغرني سره تعارفي ليدنه وکړه

9 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينوما سمنټ نړۍ وال کانفرانس په څنډه کې د السعوديه سمنټ کمپنۍ له رئيس ښاغلي محمد الغرني سره تعارفي ليدنه وکړه. لومړۍ صفی الله صابر د الفلاح العالمي شرکت او په پروان ولايت جبل السراج کې د جوړېدونکي فابريکې په اړه ښاغلي محمد علی الغرني ته معلومات وړاندې او ويې ويل: له وروستيو تحولاتو راپه دې خوا خارجي کمپنيو ته په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصت رامنځته شوی. هغه زياته کړه: د الفلاح العالمي او عوفي بهرام شرکتونو له قطري شرکت المهام الدولي سره په ګډه د سمنټو داسې توليدي فابريکې لپاره پانګونه کړې چې په ورځ کې د شپږ زره ټنه سمنټو توليد ظرفيت لري او په دې لنډو ورځو کې به د زيرمو اکتشاف چارې يې پيل شي.
دیدار رئیس شرکت الفلاح العالمی با رئیس کمپنی سینوما.jpg

د سينوما کمپنۍ له رئيس سره د الفلاح العالمي شرکت د رئيس ليدنه

9 سرطان 1403
د الفلاح العالمي شرکت رئيس صفی الله صابر د سينومای کمپنۍ له عامل رئيس ښاغلي ژيو دايونګ سره د سينوما سمنټ دوهم کانفرانس په څنډه کې لېدنه وکړه. د دې ليدنې موخه د الفلاح العالمي شرکت او سينومای کمپنۍ ترمنځ د اړيکو او همغږۍ تقويت وو، په دې ليدنه کې د الفلاح العالمي شرکت رئيس د پروان ولايت په جبل السراج کې د سمنټو توليدي کارخونې برنامه توضيح او د دې کارخونې په مختلفو برخو کې د چينائي کمپنيو پانګونه ارزښتناکه وباله.